تازه خبرونه
حکومت په ټاکنو کې ناقانونه لاسوهنه کوي- د مرکو پایله
د ولسي جرګې ۹۰ په سلو کې غړیو د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو له بنسټ سره د خبرو پر وخت ویلي، چې حکومت په ټاکنو کې ناقانونه لاسوهنه کوي.
دغه بنسټ د ولسي جرګې له اتیا غړیو سره خبرې کړي، چې څلور پنځوس په سلو کې پخپل وخت د ټاکنو په تر سره کیدو بې باوره دي او شپږ شپېته په سلو کې بیا د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره د کمیسیونونو په تیاریو باور نلري.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا لخوا د ولسي جرګې له غړیو سره د راتلونکیو ټاکنو په اړه له تر سره شویو مرکو په ډاګه شوې، چې: ۹۰ په سلو کې حکومت په ناقانونه لاسوهنه تورنوي، ۵۴ په سلو کې د امنیت په اړه ډاډه نه دي، ۴۴ په سلو کې د کمیسیون پر ناپېیلتوب شکمن دي، ۵۳ په سلو کې ډاډمن نه دي، چې ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي، ۶۶ په سلو کې د کمیسیونونو له کړنو ناراضه دي، ۸۷ په سلو کې د رایو له پخوانیو کارتونو سره مخالف دي، ۶۳ په سلو کې د رایو د حوزو له بدلون سره مخالف دي او ۴۷ په سلو کې له نړیوالو غوښتي، چې د ټاکنو مسوولیت کمیسیونونو ته وسپاري.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د څېړنې مسوول محمد حسن وفايي وایي، د ټاکنو د بهیر په اړه ۹۱ سلنه ولسي استازیو د پوښتنو ځواب دا و، چې ملي وحدت حکومت په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه کوي او یا یې د قانون مخالف دي.
له بلې خوا دغه بنسټ اندېښنه ښيي، چې په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې اختلافونه هم د اندېښنې وړ دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د ځوانانو او ښځو مسووله مریم اروین وایي، ولسي استازي، مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر ځنډیدو او ناسم چمتووالي اندېښمن دي.
د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅې په تېر یو کال کې د ډاډ وړ نه بولي او وایي، چې دغه کمیسیون مدیریتي او ظرفیتي کمزورۍ لري.
د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې د ولایتي شوراګانو او پارلمان ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې پر شپاړسمه تر سره شي؛ خو روانو کړاوونو او ستونزو ته په کتو څارونکي بنسټونه ډاډه نه دي، چې ټاکنې پخپل وخت وشي.
خبریال: شبیراحمد صالح
تازه خبرونه
د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.
نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.
عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.
مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.
تازه خبرونه
روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.
د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسلهوالو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.
په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.
په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.
تازه خبرونه
د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.
ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه1 day ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ14 hours ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي