Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د پخواني کابلبانک د پورونو په راټولولو کې پاتې راغلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-07-14-15h07m39s72

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایي، حکومت د کابلبانک د لوټ شویو پیسو د بېرته غونډولو توان نه لري.

محمد اشرف غني، چې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه د کار لومړیو شپو او ورځو کې یې د کابلبانک د دوسیې د بیا پرانیستو امر وکړ.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي سره له دې، چې د کابلبانک د لوټ شویو پیسو د بېرته راغونډولو مسوولیت لري؛ له پوروړیو څخه د راټولو شویو پیسو اندازه نه ښیي؛ خو وایي له پوروړو د پیسو غونډولو بهیر روان دی.

که له یوې خوا لویه څارنوالي د کابل بانک له ونډه لرونکیو څخه د پیسو د بېرته اخیستو خبره کوي؛  خو د دغو خبرو برخلاف د پخواني کابلبانک دغه ونډه لرونکي د پیسو له ورکړې ډډه کوي.

ښاغلی عزیزي آریانا نیوز ته وایي، چې حکومت نه شي کولی په زوره له پوړوړیو پیسې واخلي.

د پخواني کابلبانک ونډه لرونکی محمود  کرزی وايي، ما خپل پور له تکتانې سره ورکړی؛ نور به څه ورکړم. ما دوه ځلې خپله برحه ورکړې؛ اوس زمونږ برخه په کابلبانک کې  څه شوه؟ حکومت باید په کابلبانک کې  زمونږ د برخې ځواب ووایي.              

د روڼتیا د څار بنسټ وایي، چې حکومت د پخواني کابلبانک له پوروړیو څخه د پیسو په غونډولو کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییساکرام افضلي وایي، تر دې دمه حکومت د پورونو په راټولولو کې پاتې راغلی؛ ځکه لاسته راغلې پیسې د تېر وخت دي او په نوي حکومت کې څه شی نوی نه تر سترګو کیږي.

د پخواني کابلبانک له نږدې نهه سوه پنځوس میلیون لوټ شویو پیسو نږدې پېنځه سوه میلیون  بېرته ټولې شوي او دغه ارقام لویې څارنوالۍ شاوخوا شپږمیاشتې وړاندې بیان کړي دي.

راپورونه وایي، چې تر اوسه د دغو پیسو کچه نه ده لوړه شوې.

خبریال: احمد فرشاد صالح

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!