Connect with us

تازه خبرونه

حکومت باید د پاکستان په وړاندې خپله سیاسي تګلاره اعلام کړي- ولسي جرګه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-04-23-15h42m43s111

د ولسي جرګې غړي وایي، چې حکومت باید د پاکستان د لاسوهنو په وړاندې خپله تازه سیاسي تګلاره اعلام کړي.

دوي وایي، چې د حکومت، ملي شورا او سیاسي بهیرونو ګډ مسوولیت دی، چې خلک د سترو ننګونو په وړاندې مقابلې ته تنظیم کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی اسدالله سعادتي وایي، که څه هم اوسنی نظام له پراخو ننګونو سره مخ دی؛ خو اوس هم افغانستان او  افغانانو ته مهم چتر دی او که دا نظام د سیاسي بهیرونو او خلکو لخوا حمایه نه شي او د شته ننګونو او ستونزو په وړاندې خلک منسجم نه شي، افغانستان به د یوه ستر کړکیچ پر لور ولاړ شي.

نوموړی زیاتوي، د خلکو اتحاد او له نظام ملاتړ کولی شي د افغانستان د دښمنانانو توطیې شنډې کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید وایي، له نظامه ملاتړ د هېواد پرمختګ غزوي؛ پر حکومت زمونږ فشار دا معنا نه لري، چې حکومت ته زیان اړوو.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی الماس زاهد  له حکومته غواړي، چې د پاکستان د لاسوهنو په وړاندې خپله نوې  تګلاره اعلام کړي؛ ځکه هره ورځ خپل افغان ځواکونه له لاسه ورکوو. که پاکستان دښمن وي ، چې ورسره جنګ اعلام کړو. پاکستان یوه ورځ د سولې غږ پورته کوي او بیا بله ورځ ترې د جګړې غږ اورو.  

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د افغانستان روان وضعیت پیچلی بولي او له ولسمشر غواړي، چې ملي شورا ته له ورتلو وړاندې د ملي دفاع او ملي امنیت د لوی ریاست له پاره کاندیدان دې جرګې ته وروپېژني.

د نوموړي په وینا؛ د هېواد اوسنی وضعیت ډېر حساس او ماتیدونکی دی او باید د حل له پاره یې اغېزمن ګامونه پورته شي.

د ولسي جرګې  غړي ټینګار کوي، چې  له امریکا سره لاسلیک شوي امنیتي هوکړه لیک او د مرستندویه هېوادونو ملاتړ ته په پاملرنه اړتیا ده، چې دغه هېوادونه د روانو ناخوالو او ننګونو د حل له پاره کار وکړي او د افغانانو غوښتنو ته لاسرسی وموندل شي.

خبریال: رفیع صدیقي

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!