Connect with us

تازه خبرونه

حلقوي لارې او اورګاډي پټلۍ دې جوړې او بشپړې شي-الکوزی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

RIL

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د فواید عامې له وزارت څخه د حلقوي سړک د بشپړولو او د اورګاډي پټلۍ د جوړولو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال  خانجان الکوزی وایي، سوداګر د مالونو د لیږد په برخه کې له ستونزو سره مخ  دي او د دغو ستونزو د حل له پاره اړتیا ده، چې حلقوي سړکونه بشپړ او د اورګاډي پټلۍ جوړې شي.

که زمونږحلقوي سړکونه جوړ او له هغو هېوادو نو سره، چې د اوسپني پټلي کارونه  په کې روان دي چټک شي؛ نو په لیږد کي به موآسانتیاوې رامنځته شي.

د نوموړي په وین؛ که  د اوسپنې له پټلۍ ګټه پورته کړو په ۴۵ سلنه انتقالاتو کي به چټکتیا رامنځته شي.

د فواید عامې  وزارت د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا غوښتنې پر ځای بولي او وایي، ژر به د آقینې بندر د اورګاډي پټلۍ ګټې اخسیتو ته وسپارل شي او په هرات کې به هم تر چابهار بندره د پټلۍ جوړولو کار پیل شي.

د فواید عامې وزارت ویاند مهدی روحاني وایي، مونږه هڅه کوو، چې د خپلو سوداګرو د انتقالاتو  په برخه کي لازمي آسانتیاوي برابرې کړو. په همدي موخه مو له هند او ایران سره هم خبري پیل کړې، چي له چا بهار څخه تر هرات  پورې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړو.

د فواید عامې وزارت مسوولین وایي؛ د هېواد په کچه د اورګاډي نږدې شپږزره کیلو متره پټلۍ په پلان کې دي، چې افغانستان به له بېلابېلو هېوادونو سره ونښلوي.

د مسوولینو په وینا؛ د دغې پروژې د یوې برخې سروې پیل شوې او د پاتې برخو له پاره مرستندویانو سره خبرې روانې دي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!