تازه خبرونه
حزب اسلامي د ټولو بهرنیو سرتېرو تر وتلو پر مبارزه ټینګار وکړ
په داسې حال کې، چې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي د سولې بهیر ته غاړه ایښې؛ خو بیا هم په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالفت لري.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د پنجشنبې په ورځ(د۱۳۹۵ل کال د تلې لومړۍ) له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ؛ خو د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رییس محمد امین کریم ټینګار کوي، چې د هېواد د بشپړې خپلواکۍ لپاره د ټولو بهرنیو سرتیرو تر وتلو پورې به دا حزب مبارزه کوي.
د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمرژمنه کوي، چې د ولسمشر او ګلبدین حکمتیار تر منځ به د سولې د هوکړه لیک په لاسلیک پر حکمتیار بندیزونه لرې شي.
د هغه په وینا؛ زمونږ ټولو نړیوالو همکارانو؛ امریکا، چین، روسیې، فرانسې او برتانیې ډاډ راکړی، چې پر حزب اسلامي لږیدلي بندیزونه به لیرې شي.
د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر زیاتوي، له حزب اسلامي سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې؛ د دغه ګوند پوځي تشکیلات منحل کیږي او له ترهګرو ډلو سره به اړیکه پرې کوي او پوځي تحرکات به پای ته رسوي.
د سولې عالي شورا رییس سید احمد گیلاني په نورو ډلو غږ کوي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او نور؛ نو خلک له دې زیات په وینو کې ونه لمبوي.
ټاکل شوې دا هوکړه لیک د ولسمشر غني او د اسلامي حزب د مشر تر منځ لاسلیک شي او ګډ کمیسیون به یې عملي کړي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکوي، چې دا به یوازې سیاسي مبارزه وي او بلخوا د نړۍ مهمو هېوادونو او ملګرو ملتونو ژمنه کړې، چې له حزب اسلامي څخه به ټول بندیزونه لرې کوي.
د یادونې وړ ده، چې په کابل کې میشتو دیپلوماتیکو بنسټونو هم د حزب او حکومت د سولې هوکړه لیک له لاسلیک ملاتړ په ډاګه کړی دی.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ