تازه خبرونه
جګړو د هلمند شاوخوا اته زره کورنۍ بې ځايه کړې دي
د هلمند په ولایت کې د جګړو او ناامنيو له امله د اتو زور کورنيو په شاخوا کې خپل کورونه پرېښي دي چې اوس د مرستو ور رسولو لړۍ روانه ده.
په دې ولايت کې د کډوالو چارو رییس نقيب الله زمريال وايي چې تر اوسه پورې يې تر دری زره زياتو کورنيو ته بېړنۍ مرستې رسولې، د نورو مرستو او سروې چارې لا هم روانې دي، پر همدې وخت ځينې بېځايه شوې کورنۍ وايي چې هر څه ترې په خپلو کورونو کې پاتې دي او اوس بېړنيو مرستو ته اړتيا لري چې تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوې.
د هلمند د کډوالو چارو رییس نقيب الله زمریال وايي: “يادې شوې کورنۍ د وروستيو جګړو له امله له ګرمسير، ناوې او نادعلي ولسواليو اود لښکرګاه ښار اړوند په ځينو ساحو کې له يوې سيمې څخه بلې ته بې ځايه شوې دي.”
نوموړی زیاتوي چې شاوخوا ۵زره کورنۍ له يادو شويو دريو ولسواليو څخه د لښکرګاه سيمې ته راکډه شوې دي او له هغه مودې چې جګړې د لښکرګاه ښار څنډو ته راوسېدې دلته هم درې زره کورنۍ له يوې سيمې څخه بلې ته بېځايه شوې دي.
زمریال وړاندې وايي: “تر اوسه پورې د ۳۴۰۰ کورنيو سروې بشپړه او مرستې ورکړل شوې او د لښکرګاه اړوند يې هم تر۴سوه ډېرې کورنۍ سروې کړې چې مرستې به ورکړل شي.”
زمريال زیاتوي چې د سروې او مرستو د وېش پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او تر اوسه پورې هېڅ ډول درغلي پکې نه ده شوې او که يې څوک ادعا لري پوره شواهد يې د وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د دې کورنيو ځينې غړي وايي د جګړو له امله يې خپل کورونه خوشي کړي او اوس په لښکرګاه ښار کې په کرايي کورونو کې ژوند کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
بې ځايه شوی خان محمد وايي: “ژمی را روان دی يا دې له موږ سره پوره مرستې وشي او يا دې هم دولت زموږ له سيمو د جګړو لمن ټوله کړي ترڅو بېرته خپلو کورونو ته لاړ شو.”
خبريال: نعمتالله زهير
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه21 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ19 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی20 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ