تازه خبرونه
جنرال دوستم د شوې هوکړې له مخې یکشنبه کابل ته راځي
د حزب جنبش سرچینې وایي؛ جنرال دوستم له حکومت سره د شوې هوکړې له مخې یکشنبه کابل ته راځي او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپل کار پیلوي؛ خو د احمد ایشچي د ادعاوو له مخې: د نوموړي دوسیه پای ته نه ده رسیدلې او قضایي بنسټونه به یې بشپړوي.
ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې هېواد ته له راستنیدو سره سم به د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه کار ته دوام ورکوي؛ خو د احمد ایشچي د شوې ادعا له مخې، ورته جوړه دوسیه اوس هم نه ده بشپړه شوې.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، چې عدلي او قضایي بنسټونه به د هېواد د جاري قوانینو له مخې د نوموړي پر حقوقي قضیې کار کوي.
هغه زیاته کړې، چې نظام الدین قیصاري لا بندي دی او قضیه یې د قانون له مخې څېړل کیږي.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وایي؛ حکومت واک نلري، چې په دوسیه کې یې معامله وکړي.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وایي؛ دوستم که هېواد ته راځي او یا نه راځي پروا نکوي، خو دوسیه یې روانه ده او څوک په کې د معاملې حق نه لري.
نوموړی زیاتوي؛ که قضیې ته مې لاسرسی ونشي، نړیوالې محکمې ته به یې وړاندې کړم.
د جنبش ګوند مرستیال وایي، د دوستم د هرکلي لپاره چمتوالی نیول شوی او د کابینې غړي یې هم هرکلي ته ورځي.
د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق زیاتوي، چې: د خلکو او سترو شخصیتونو له تشریفاتو وروسته به له خلکو سره هم خبرې وکړي.
جنرال دوستم تېر کال د احمد ایشچي د ادعاوو له مخې؛ اړ شو، چې ترکیې ته ولاړ شي او هېواد ته د بېرته را ستنیدو لپاره نوموړي څو ځله هڅې وکړې، خو دې هڅو پایله ورنکړه. په ترکیه کې د اوسیدو پر مهال نوموړي له عطا محمد نور او محمد محقق سره د افغانستان ژغورنې شورا جوړه کړه، چې تر دې دمه یې په هېواد کې د موجودیت اعلان نه دی کړی.
خبریاله: دیانا صمدي
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه17 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ15 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی16 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ