Connect with us

تازه خبرونه

جنرال دوستم به په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په ټاکنیزه ډله کې نه وي-جنبش

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مسوولین وايي، چې جنرال عبدالرشید دوستم به په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني په ټاکنیزه ډله کې نه وي.

د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته اوس سیاسي ډلې، ګوندونه او ائتلافونه د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي، چې یو یې هم د افغانستان لوی ملي ائتلاف دی او غواړي د راتلونکیو ټاکنو لپاره د یو مشر پر غوره کولو فکر کوي.

د جمعیت ګوند غړی عبدالرحمان اخلاقي وایي: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د لوی ملي ئتلاف مشران راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته د یوه مشر پر غوراوي فکر کوي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند، چې په تېرو ټاکنو کې یې د ولسمشر غني خوا نیولې وه، اوس په راتلونکیو  ولسمشریزو ټاکنو کې له اشرف غني سره د ملګرتیا هوډ نلري.

د افغانستان د ملي جنبش مرستیال عبدالله قرلق وایي: د ائتلاف مشران د جنرال دوستم په ګډون ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي او زه فکر نه کوم، چې دا ځل به له اشرف غني ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني څه موده مخکې د ښځو پنځم ملي سمپوزیم ته د خبرو پر مهال د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون غږ کړی و، چې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش دې اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د وري یو دېرشمه د ولسمشریزو ټاکنو ورځ اعلان کړې ده. 

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اشرف غني هلمند ولایت ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې باید د ولسي جرګې د ټاکنو تېروتنې تکرار نشي.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!