Connect with us

تازه خبرونه

جنرال کمپبل: امريکا ته لازمه ده چې له افغانستان سره اوږمهالې ژمنې وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-02-03-18h15m37s130

د دې له پاره چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی نه شي، متحدو ایالتونو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره اوږدمهاله ژمنې وکړي.

 په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان د دغه ټکي په څرګندولو سره وایي، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او پوځ حالت ماتېدونکی دی او که د ژمي تر پایه لازم تدابیر ونه نیول شي، وضعیت به د تېر کال په تناسب خراب شي.

 دغه جګپوړی پوځي جنرال وایي، تر نورو پنځو کلونو پورې افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور ته اړتیا شه او د روان مېلادي کال تر پایه به د سرتېرو د کمېدو اقدام له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د روزنې ماموریتونه زیانمن کړي.

جنرال جان کمپبل د امریکا د پوځي خدمتونو کمېټې ته د افغانستان په امنیتي وضعیت، ننګونو او اړتیاوو معلومات ورکړل. دغه جنرال یو ځل بیا افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور د دوام غوښتنه وکړه او امریکایي سناتورانو ته یې وویل چې پنځه نیم زرو ته د نهه زره اته سوو سرتېرو را کمول به د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د امریکایي ځواکونو وړتیاوې را کمې او د افغان ځواکونو روزنه به ډېره محدوده کړي.

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندانجنرال جان کمپبل وايي:”له کومو ګواښونو سره چې افغانستان مخامخ دی، اړتیا ده چې پاملرنه ورته وشي او پر له پسې حضور ولرو. له افغانستان څخه مالي ملاتړ باید تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام ومومي. امریکا باید ۲۰۱۶ کال او له دغې مودې ور اخوا زمونږ د ماموریت د دوام له پاره زیات نرمښت وښیي. زه په دې باور یم چې مونږ له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنو ته اړتیا لرو هم له مالي پلوه او هم د حضور له پلوه نه یواځې امریکا بلکې نور مرستندوی هېوادونه هم باید مرستې برابرې کړي.”

دغه امریکایي جنرال د افغانستان په هغو سیمو نور معلومات ورکوي چې د وسله والو تر کنترول لاندې دي. هغه وایي، طالبان په شپږ ویشتو ولسوالیو کې کنټرول یا حضور لري او له نوي زیاتې ولسوالۍ له خطر سره مخامخ دي.

د۴۰۷ ولسوالیو له ډلې څخه۸په سلو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ۱۸ په سلو کې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، ۹۴ په سلو کې له ګواښ سره مخامخ دي، ۷۰ په سلو کې د دولت تر نفوذ یا ادارې لاندې دي.

کمپبل د افغان ځواکونو په لیکو کې د رهبري نشتوالی لویه ستونزه ګڼي.

جنرال جان کمپبلپه افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان وايي: “افغان ځواکونو ځینې مهال ښه خو ځینې وخت کمزوری عمل کړی دی. القاعده او حقاني شبکه لا هم یو پیاوړی ګواښ دی. بالاخره افغانستان د پر له پسې ثبات او امنیت کچې ته نه دی رسېدلی چې په ۲۰۱۶ کال کې زمونږ د ملاتړ د کمېدو له پاره پلمه وي، د افغان ځواکونو ستونزې اویا سلنه د کمزورې رهبرۍ له کبله دي. که دولت او افغان پوځ روان ژمي کې یو لړ اقدامات تر لاس لاندې ونه نیسي، د دې خطر شته چې ۲۰۱۶ کال له ۲۰۱۵ کال هم بدتره وي.”

 تمه ده چې راتلونکې میلادي میاشت جنرال جان نیکلسون د جنرال جان کمپبل ځای ناستی شي، نیکلسون هم د مشرانو جرګې همدې کمېټې ته د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو خبره کړې وه او د پر له پسې ملاتړ غوښتنه یې هم وکړه.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!