Connect with us

تازه خبرونه

بیات بنیاد دا ځل په بلخ کې له 300 زیاتو کڼو ته د اورېدو آلې ویشي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-25-18h09m18s90

بيات بنياد غواړي په دوهم ځل په بلخ كې له ۳۰۰ ډيرو هغو كسانو ته د اورېدو ځانګړې آلې وويشي چې په اوريدو كې ستونزه لري.

د دغه پروګرام مسولين وايي؛ د كڼو د غوږو قالبونه اخيستل كيږي او په وروستي پړاو كې ورته د اوريدو ځانګړې آلې ويشل كيږي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس د بيات بنياد دا كارستايي او له ملي پانګوالو غواړي چې د بې وزلې او اړو خلكو د ستونزو په له منځه وړلو كې پانګونه وكړي.

بيات بنياد څه موده وړاندې په بلخ كې ۲۰۰ كڼو ته د اوريدو د ځانګړې آلې د ويشلو بهير پيل شو، د دغو كسانو غوږونه كتل كيږي، قالب يې اخلي او وروسته ورته د اوريدو آلې ويشي چې دوى د نه اوريدو ستونزه به حل شي.

په همدې وخت كې په بلخ كې د كڼو د ټولنې مسول د بيات بنياد دا كار ستايي چې په دوو پړاوونو دغو كسانو د اوريدو آلې په وړيا توګه ويشي.

له بلې خوا يو شمير هغه ميرمنې چې ماشومان يې كاڼه دي وايي هيله يې درلوده چې ماشومان يې د نورو ماشومانو په شان واورې او خبرې وكړي چې بيات بنياد يې دا هيله په حقيقت بدله كړه.

په همدې وخت كې د بلخ د ولايتي شورا رييس د بلخ د ولايتي شورا رييس خيرانديش او يو شمير غړي د بيات بنياد د دې كار هركلى كوي او له پانګوالو غواړي چې په هيواد كې د بې وزلې او اړو خلكو د ستونزو د حل په برخه كې همكاري وكړي.

ښاغلی خیر اندیش وايي د داسې برنامو عملي كولو ته اړتيا ده.

د بيات بنياد له خوا د اوريدو د ځانګړو آلو د ويشلو په دوهم پړاو كې په مزارشريف سربيره د جوزجان او سمنګان ولايتونو او د بلخ د ولسواليو اوسيدونكو هم ګډون كړى دى.

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!