تازه خبرونه
بيات بنياد پكتيا پوهنتون ته بېلابېل علمي كتابونه ډالۍ كړل
پكتيا پوهنتون ته د هېواد او نړۍ د پېژندل شويو ليكوالانو ۱۴۵۰ ټوكه كتابونه، چې په اقتصادي، سياسي او ټولنيزو برخوكې چاپ او خپاره شوي د بيات بنياد لوى مشر انجنير احسان الله بيات د دې پوهنتون رييس او د ولايت مرستيال ته وسپارل.
د بيات بنياد لوى مشر وايي، تر اوسه په هېواد كې له گڼو پوهنتونونو او تعليمي موسسو سره د بېلابېلو علمي كتابونو مرسته شوې او دا لړۍ به دوام ولري.
ښاغلي بيات زياته كړه، چې دا كتابونه مې د خپلې ميرمنې فاطمه بيات په ځانگړې پاملرنه چمتو كړي دي.
د پكتيا ولايت مرستيال والي ډاكټر عبدالولي سهي د بيات بنياد له خوا مرسته شوي كتابونه، له پكتيا پوهنتون سره لويه معنوي مرسته وبلله او وايي:
دا مرسته صدقۀ جاريه ده؛ څومره، چې ترې گټه اخيستل كيږي په هماغه اندازه به يې د بيات بنياد مشرتابه ته اجر رسيږي.
په همدې وخت كې د پكتيا پوهنتون مشرتابه دوكتور شېرمحمد روان د بيات بنياد مشر ته د بيارغونې او پوهنې په برخه كې د گټورو هڅو د ترسره كولو په موخه ستاينليك وركړ او د پكتيا مرستيال والي له ښاغلي بيات څخه وغوښتل، چې د پوهنتون په لسمه كليزه كې گډون وكړي.
د پكتيا پوهنتون په خپلو اووه پوهنځيو كې اووه كوچني او يو لوى كتابتونونه لري، چې په ټولو كې يې د گوتو په شمار كتابونه موجود دي.
د بنياد بيات له خوا مرسته شوي كتابونه به د بېلابېلو پوهنځيو د گڼ شمېر محصلينو اړتياوې تر يوه حده پوره كړي. د بنياد بيات د مسوولينو په خبره د (۵۱ ) ميليون افغانيو په ارزښت بېلابېل كتابونه له بېلا بېلو هېوادونو پېرودل شوي او د هېواد په دننه كې د ښوونيزو موسسو پر كتابتونونو يې د وېش لړۍ روانه ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ