Connect with us

انځوريز خبرونه

بيات بنياد له ۱۵ دولتي پوهنتونونو سره د ۲۲ زره ټوكه كتابونو مرسته وكړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هېواد كې درې لسيزو جگړو ښوونيزو بنسټونو ته ډېر زيانونه اړولي دي. د تكنالوژۍ، درسي كتابونو او معياري ودانيو نه شتون هم له هغو ننگونو څخه دي، چې دولتي پوهنتونونه ور سره مخ دي.

بيات بنياد ښوونيزو بنسټونو ته د خپلو مرستو پر دوام د لوړو زده كړو وزارت ته د ۲۲ زره ټوكه كتابونو اسناد وسپارل. دا كتابونه په ساينسي، ټولينزو، د اسلام پېژندنې او طب په برخو كې علمي مضامين لري، چې په فارسي، پښتو او انگليسي ژبو ليكل شوي دي.

د بيات بنياد  لوى مشر سناتور انجينر احسان الله بيات وايي:

ښونيزو مركزونو ته د درې لسيزو جگړو دروند زيان اړولى، چې هېواد ته يوه جدي مساله ده.

د نوموړي په وينا، په تحصيلي بنسټونو كې د كتابونو شتون ته پاملرنه ډېره اړينه ده.

د لوړو زده كړو وزير عبيدالله عبيد وايي، د افغانستان پوهنتونونو  ته د بيات بنياد له خوا د ۲۲ زره ټوكه كتابونو مرسته په اوسنيو شرايطو كې د ډاډ وړ مرسته ده.

د كابل پوهنتون د كتابتون آمر سراج الدين عليمي وايي:

بيات بنياد په لومړيو كې له كابل پوهنتون سره د څلور زره ټوكه كتابونو مرسته وكړه.

ښاغلى عليمي دا چاره د محصلانو د پوهې د ودې لپاره يو اغېزمن كار بولي.

ويل كيږي، چې بيات بنياد مخكې له دې هم د افغانستان له ښوونيزو بنسټونو سره د بيا رغاونې او  تجهيزاتو د برابرولو په برخه كې مرسته كړې ده.

دې بنسټ همدا راز ژمنه كړې چې د لوړو زده كړو وزارت ودانۍ به رغوي او د كابل پوهنتون د كتابتون د تجهيز لپاره به هم همكاري كوي.

Advertisement

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!