Connect with us

تازه خبرونه

بيات بنياد دا ځل په هرات كې د اوريدو ځانګړې آلې ويشي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-01-07-18h51m42s181

بيات بنياد په هرات كې هم هغو كسانو ته د اوريدو ځانګړې آلې ويشي چې د اوريدو له حس څخه بې برخې دي.

بيات بنياد د ستاركي بنياد په همكاري دا بهير له كابل پيل او وروسته هرات ته وغځيد.
د بيات بنياد مسولين وايي؛ د اوريدو د آلو ويشل به د دغو كسانو په ژوند كې نوى بدلون راولي.

د اوريدو د دې ځانګړیو آلو ويشل به د دې لامل شي چې ډير هغه كسان د اوريدو حس پيدا كړي چې ترې بې برخې دي.

دا پروسه څه موده وړاندې په كابل كې د بيات بنياد له خوا پيل شوې وه. د بيات بنياد رييس احسان الله بیات ټينګار كړى و چې له دې پروګرام څخه يې موخه له هغو كسانو سره مرسته ده چې په محروميت كې ژوند كوي.

په هرات كې يو ډاكټر چې د كڼو د درملنې چارې پرمخ وړي وايي، په پام كې ده چې لومړى په دې برخه كې د ټولو هغو ناروغانو درملنه وشي چې له دې ستونزې سره مخ دي او وروسته به ورته د اوريدو ځانګړې آلې وويشل شي.

په همدې وخت كې په هرات كې د كڼو د يوه ښوونځي مدیر وايي، دا په تيرو څو كلونو كې د كڼو له پاره يو بې ساری اقدام دى.

په ورته وخت كې په هرات كې د يو شمير كڼو د كورنيو غړي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله په تيرو څو كلونو كې نه دي توانيدلي چې د خپلو دغه ناروغانو درملنه وكړي.

ستاركي يو امريكايي بنسټ دى چې تر اوسه يې د نړۍ له سلو په ډېرو هيوادونو كې د كڼو سره مرسته كړې ده.
بيات بنياد چې له يوې لسيزې ډيره موده په بيلابيلو برخو كې له خكو سره مرسته كوي؛ غواړي په خپلو مرستو سره په هيواد كې د مرستې فرهنګ بنسټيز كړي.

Advertisement

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!