Connect with us

تازه خبرونه

بهرنیو لوړپوړو چارواکو د کابل پرونی خونړی برید غندلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-04-20-20h00m35s129

په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې د امنیت په ریاست موټر بم او ډله ییز برید د غندنو په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، سپینې ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، اروپايي ټولنې، ناټو او د پاکستان لومړي وزیر هم دغه خونړی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د هغو ګواښونو په هکله جدي اندېښنه ښودلې چې افغان ځواکونه او ولسي وګړي د وسله والو طالبانو، القاعدې او داعش لخوا ورسره مخامخ دي. اروپايي ټولنې ویلي چې د کابل برید په ډاګه کړه چې هلته امنیتي حالت څومره ترینګلی دی. امریکا بیا ویلي چې له افغانانو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي دفاع وزارت ته نږدې د وسله والو طالبانو خونړيبرید نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا برید غندلی او ویلي یې دي چې نړیوال باید د دغه سازمان منشور او نړیوالو مکلفیتونو ته په کتو د نړۍ د ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره هڅې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې فدریکا موګریني د کابل برید ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې حالات څومره ترینګلي او ماتېدونکي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسولې فدریکا موګریني وايي: “د کابل برید مونږ ته وښوده چې هلته امنیتي حالت څومره ټکنی دی او دا مونږ ته را په یادوي چې هلته له څومره انرژۍ او کډ کار ته اړتیا ده چې افغان رهبري د خپل هېواد د ثبات او اقتصادي ودې جوګه شي.”

له بلې خوا سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان باید د ملکي خلکو د وژنې په ځای د سولې لاره غوره کړي.

د سپیڼې ماڼۍ ویاند جورج ارنس وايي: “امریکا په افغان ځواکونو او ملکیانو دغه ناځوانمردانه برید غندي. د جګړې د فصل په پیل سره مونږ له افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکوو چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. مونږ طالبانو ته وایو چې د جګړې په ځای چې د ملکي کسانو د وژنې لامل کېږي، د سولې لاره غوره کړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي: “دا ډول بریدونه مونږ لا هڅوي چې له افغانانو سره مرسته وکړو ترڅو په خپل هېواد کې سوله او ثبات راولي. مونږ ډاډه یو چې د افغانانو په رهبرۍ به د سولې هڅې بریالۍ شي. طالبان باید د سولې لاره غوره کړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان وضعیت به د اوباما د ځای ناستي د ټاکل کېدو له پاره د پام وړ موضوع وي.

د پاکستان لومړي وزیر افغان ولسمشر ته د یوه پیغام په استولو سره دا برید وحشیانه او ناوړه بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي: “دا ډول بریدونه مونږ ته دا راښيي چې ترهګري د سیمي او هېوادونو د ثبات له پاره څومره لوی ګواښ دی. لهدغه ډول خطرونو او ګواښونو سره مبارزې ته غښتلې اراده او ګډې هڅې په کار دي.”

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دا برید غندلی دی. د دغه ماموریت امریکايي قومندان ویلي چې وسله وال له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او دا ډول بریدونه کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!