Connect with us

تازه خبرونه

ایسا د سوداګرۍ وزارت په مقرریانو کې په سلیقوي چلند تورن کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-27-18h13m36s115

د ایسا د اداري مسولین وايي د سوداګرۍ وزارت رهبرۍ غواړي چې په د غه اداره کې د خپلو سلیقو پراساس او د قانو پر خلاف تغیرات راولي اومقرریانې و کړي.

د پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر ابراهیم شمس وایي دغه ډول اقدامات دوی ته د منلو وړ نه دی.

د ښاغلي شمس په وینا په دغې ادارې په رهبرۍ کی ټول تغیرات دې د ولسمشر د فرمان پر اساس تر سره شی؛ خو د سوداګرۍ وزیر بیا وايي چې حتمي خبره ده چی په دغه اداره کې به تغیرات راولی.

د سوداګرۍ وزارت له خوا د ایسا د اداري لپاره دری کسه د مرستیالانو په تو ګه ټاکل شوی دی. د ایسا د ادارۍ د مسولینو په وینا دغه ټا کنه له قانون سره په ټکر کې ده اوټاکل شوي کسان هم له زورڅخه په استفادی دغه اداري ته دا خل شول.

د پانګوني څخه د ملاتړ اداري مشر ابراهیم شمس وايي ترهغو چې نوې ټاکنی د قانونی له مخی و نه شی هیچا ته باه اجازه ورنکړی ترڅو دغه اداري کی د خپلو سلیقو له مخی مقررد ۍ وکړی.

سره له دی چی د چارو د اد اری د حکم له مخی د نوي ټاکل شویو کسانو مقرری لغوه شوه؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وايي که په هر ډو وي په دغه اداره کې به تغیرات راولي.

د پانګونې څخه د ملاتړ اداره وايي چې د نوي وزیرله خواڅخه له دغه اداري سره دوه ګونی چلند روان دی؛ خو دوی وايي د ټولو هغه کړونو په وړاندی به و د ریږی چې له قانون سره په ټکرکې وي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!