تازه خبرونه
اړتیا ده، چې د راتلونکیو څلور کلونو سیاست روښانه شي- خلیلزاد
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر تېره شپه کابل ته راغلی، چې له افغان او ناتو چارواکو سره د پرمختګونو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړې، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار به کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د څلور کلن پروګرام پر اډانه خبرې وکړي.
ښاغلی خلیلزاد دغه راز وایي؛ اړتیا ده، چې له دې امریکایی چارواکي سره په لیدنو کې پر یوه ستر پوځي هدف هوکړه وشي او د راتلونکیو څلور کلونو سیاست روښانه شي.
زلمي خلیلزاد دغه راز ویلي؛ ښه شو، چې مک ماستر له خپلې ډلې سره کابل ته راغی؛ ځکه نوموړی له افغانستان څخه ښه پېژندنه لري.
د نوموړي په وینا؛ امریکا باید پر پاکستان فشار راوړي، چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي نوې کړي.
د زلمي خلیلزاد د څرګندونو لخه مخې؛ دا، چې پاکستان د افغانستان وسلوالو مخالفینو ته په خپله خاوره کې څای او اډې ورکړي او له دغو اډو افغان، امریکایي او د ناتو پر ځواکونو عملیات کوي؛ نو امریکا او ناتو ځواکونه هم حق لري، چې دا اډې د پاکستان په خاوره کې تر برید لاندې راولي، چې دا به نه یوازې د دغو هېوادونو په ګټه وي، بلکې د افغانستان سولې، پرمختګ او ثبات ته به لار هم لنډه کړي.
مک ماستر، چې د فبروري په میاشت کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړې؛ په افغانستان او عراق کې د کار ډاډمنه مخینه لري؛ هیله من دی، چې د افغانستان له امنیتي، دفاعي او سیاسي لوړپوړیو چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماستر افغانستان او سیمې ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ماښام مهال امریکا د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت د اچین ولسوالې په اسد خېلو سیمه کې د ”اسلامي دولت” د خراسان څانګې پر سمڅو او تونلونو خپل له ټولو زورور غیر اتومي بم (مور بم) وغورزاوه، چې په کې د ۹۴ داعشیانو د وژل کیدا ادعا شوې ده.
جنرال مک ماستر په افغانستان او عراق کې وخت تېر کړی او په ”فساد” ضد دولتي پروګرام کې یې همکاري کړې؛ خو د دونالد ترمپ په ولسمشرۍ کې یې افغانستان ته دا لومړنی سفر دی.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو