تازه خبرونه
اوسنی جوړېدونکی افغان حکومت لنډمهال دې؛ خپلمنځي خبرو وروسته به نوې حکومت جوړ شي
افغانستان کې یو امریکایي دیپلومات وایي، اوسنی جوړېدونکی حکومت به لنډمهال وي، ځکه د افغانانو له خپلمنځي خبرو وروسته یو نوی حکومت جوړیږي. د ده په وینا، واک ته رسېدلې اوسنۍ ډلې کوچنۍ ده، اوسني مشران د موازي حکومتونو په جوړولو سره له اور سره لوبې کوي، ځکه په دې کار له یوې خوا امنیتي ځواکونه کمزوري کوي، او بلخوا طالبان ځواکمنوي.
د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له ټاکنو وروسته، ښایي چې د امریکا زغم پای ته رسیدلې وي، ځکه د امریکا لخوا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو تر بندېدو وروسته، یو امریکایي دیپلومات ارګ او سپیدار کې چارواکو ته خبرداری ورکوي چې اوسنی حکومت به ډېر دوام ونه کړي.
دغه امریکایي ډیپلومات داسې ویلي: “زه ډاډه یم چې یو ټول منلی پلاوی جوړیږي، ځکه د دې پلاوي له جوړېدو پرته ستونزه نه حل کیږي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هوکړه لیک باید داسې وي چې د پخواني او اوسني افغانستان اړینو عناصرو ته د منلو وړ وي، او ډېره مهمه ده چې پلاوی ټول منلی وي. د بندیانو کوم نوملړ چې مونږ ته را رسېدلی، مونږ طالبانو ته لیږدولی، په همدې ډول کوم نوملړ چې د طالبانو لخوا مونږ ته راکړل شوی، حکومت ته مو لیږدولی دی. دا یو مثبت ګام دی او مونږ د پرمختګ په حال کې یوو.”
یاد امریکایي دیپلومات د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ بولي، خو د طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو دلیل د دې ډلې د بندیانو نه خلاصون بولي. دی ټینګار کوي چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره باید یو ټول منلی پلاوی جوړ شي، څو د ده په ټکو افغانستان د سوریې په برخلیک وانوړي.
هغه زیاتوي: “یواځې دا دوه وړې ډلې دي، چې دا ستونزه یې جوړه کړې ده. ارزښت نه لري چې د څوکۍ پر سر دا ډول ناندرۍ وي، دا لنډمهاله ده. که خدای غوښتي وي، د سولې مساله پر مخ ولاړه شي، آیا په دې ارزي چې د څوکۍ په خاطر هغه هم د یوه لنډ وخت لپاره، افغانستان ته دومره خطرونه پېښ شي؟ د امریکا د بهرنیو چار وزارت غبرګون یواځې د دې دوو کسانو د خبرولو په خاطر دې، د هغوي د کړنو د خطرونو او د امریکا د نه رضایت په هکله.”
دغه دیپلومات وایي، د بندیانو نوملړونه د دواړو خواوو تر منځ تبادله شوي، او هیله من دی چې د بندیانو د خلاصون لړۍ ژر پیل شي. دی ټینګار کوي چې د ارګ او سپیدار وروستیو ناندریو امریکا پر دوي بې باوره کړې ده، او په خبره یې، امریکا اوس خپلې پروژې او پروګرامونه څېړي چې آیا په افغانستان کې یې تطبیق کړي او که نه؟ خو دی وایی، د افغان ځواکونو تجهیز او ور سره مرسته به دوام وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه8 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري20 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول