تازه خبرونه
امنیت شوری په غزه کې د اوربند بېړنې غوښتنه وکړه
د ملگرو ملتون امنیت شوری د تړلو دروازو تر شاه د غزې پر امنیتي حالت او په کې د اوربند پر ځرنگوالي خبرې وکړې.
دې شوری د یکشنبې د شپې د بېړنۍ ناستې پر مهال په ډاگه کړې، چې په غزه کي د تلفاتو پر ډېریدو ژوره اندېښنه وښوده. این شورا در بیانیهای که پس از جلسه اضطراری یکشنبه شب منتشر کرد از افزایش تعداد تلفات در نوار غزه ابراز نگرانی عمیق کرد و بار دیگر خواهان برقراری فوری آتشبس شد.
د ملگرو ملتونو ټولنې سرمنشي بان کي مون، چې منځني ختیځ ته سفر کړی؛ د یکشنبې په ورځ يې د غزې په شجاعیه سیمه کې روان تاوتریخوالی “بې رحمانه” نومولی او د اسرئیلو د پوځی عملیاتو د درولو غوښتنه يې وکړه.
د یکشنبې د تاوتریخوالي په ورځ سل فلسطینیان وژل شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
ویل کیږي، چې یوازې په شجاعیه سیمه کې تر اویاوو کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې فلسطیني چارواکو د یکشنبې په شپه د غزې په بمبارد کې د ۳۴ کسانو له وژل کیدو او په فلسطین کې د بې وسه انسانانو د ۴۷۰ کسانو له وژنې خبر ورکوي.
دغه راز اسرائیلي پوځ هم د خبلو ۱۳ تنو له وژلو خبرورکړی، ټول ټال یې ۱۸ کسان وژل شوي دي. پر پوځي تلفاتو سربېره دوه ملکي وگړیو يې هم د تېرې اوونې په تاوتریخوالي کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې و چې وژل شوي دوه تنه اسرائیلي پوځیان امریکایي تابعیت لري.
په همدې شپه د حماس جنگیالۍ ډلې القسام یوه جگړن ویلي، د تېرې یکشنبې په وروستیو کې یې د شاول آرون په نامه د اسرائیلو یو سرتېری نیولی دی.
په ملگرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ران بروزور د حماس څرگندونه رد کړه او وايی، چې په فلسطین مو له عملیاتو موخه داده، چې د حماس تلارې ویجاړې او د پرمختگ مخه یې ونیول شي.
د حماس القسام جنگي ډلې ویاند اسامه حمدان الجزیرې تلوېزیون ته ویلي: ”کله چې دوی [اسرائیل] د بریدونو تصمیم نیسي، باید دا هم ومني، چې پوځيان به یې وژل کېږي، نیول کېږي او یا هم ټپیانېږي”.
د یادونې وړده، چې پر فلسطینیانو دا بریدونه دادی ۱۴ ورځ ته ننوځي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ