تازه خبرونه
امریکا له طالبانو سره پر غوره هوکړې کار کوي- مارک ایسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، چې هېواد یې له طالبانو سره پر غوره هوکړې کار کوي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې څرګنده کړې؛ هېواد یې په داسې حال کې، چې له طالبانو سره د یوې سیاسي هوکړې په لټه کې دی؛ خو واشنګتن به د وروستیو تاوتریخوالو تر سیوري لاندې له دغې ډلې سره هیڅ ډول هوکړه ونکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا پدې اند ده، چې د پرمختګ غوره لار یوه سیاسي هوکړه ده او دا هغه څه دي، چې همدا اوس پرې چټک کار روان دی. دا پدې معنا نده، چې مونږ به هر ډول معامله وکړو؛ مونږ به پر دې ډاډ ترلاسه کړو، چې یوه ښه معامله وکړو، دومره ښه، چې زمونږ د هېوادونو پرمختګ تضمین کړای شي او افغانانو ته د راتلونکې لپاره روښانه لار پرانیزي.
نړیوال شنونکي هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو پر څرنګوالي کلکې نیوکې کوي او وايي؛ د ولسمشر غني په ګډون یو شمېر افغان چارواکي د طالبانو او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د احتمالي هوکړې له کبله سخت اندېښمن دي.
دوحې ته د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین څرګنده کړې، چې یو شمېر نړیوال شنونکي هم دغه هوکړه اندېښمنوونکې بولي او وايي، دا به د امریکا لپاره ستونزې راولاړې کړي. په امریکا کې د سیاسي چارو تحلیلګر پروفیسر توماس جانسن وايي، د افغان حکومت سره له خبرو او اوربند پرته روان مذاکرات اندېښمنوونکي دي او دی یې په اړه سخت بدبین دی.
دی وايي، دا ډول مذاکرات استعمارګران کوي.
په کالیفورنیا کې د بحري ځواکونو پوهنتون استاد پروفیسور توماس جانسن وایي؛ زه فکر کوم طالبانو د امریکايي ځواکونو له بشپړ خروج پرته نور هرڅه ترلاسه کړي. هغه څه، چې زما لپاره ځوروونکي دي؛ د اوربند نشتوالی دی. امریکا د اوربند غوښتنه ونکړه او زه نه پوهېږم، چې له اوربند پرته دا څنګه د سولې مذاکرات بلل کیدای شي. کله، چې د هوکړه لیک مسوده پامپیو ته واستول شوه؛ هغه یې له لاسلیکولو لاس واخیست. دا؛ ځکه، چې یو شمېر جمهوري غوښتونکیو سناتورانو پر پامپیو او په ټوله کې د دغو مذاکراتو پر څرنګوالي سخت فشار اچولی دی.
پروفیسر جانسن پر دغو مذاکراتو بې باوره دی او له آریانانیوز سره په خبرو کې وايي، چې زلمی خلیلزاد باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک جزئیات له افغان حکومت، د امریکا له کانګرس او خلکو سره شریک کړي، چې پوه شو څه روان دي.
نوموړي ویلي؛ زه فکر کوم کانګرس له زلمي خلیلزاد وغوښتل، چې ورشي او د مذاکراتو د بهیر او اړوند مسایلو په اړه راپور ورکړي؛ خو خلیلزاد حتا د دې غوښتنې ځواب هم ونه وایه. دا د ترمپ د ادارې ځانګړتیا ده، چې دوی تل د کانګرس غوښتنې بابېزه ګڼي.
زلمی خلیلزاد د نهم پړاو خبرو له بهیره وویل، چې په اصولو کې له طالبانو سره د وروستۍ هوکړې پر مسودې سلا شوې او د مشورو لپاره ناڅاپه کابل ته ولاړ؛ خو د پنجشنبې پر ورځ بېرته ناڅاپه دوحې ته ورسید. په کابل کې یې له طالبانو سره د وروستۍ هوکړې د مسودې د ابهام په اړه د کابل اندېښنې پخپل ځای پرېښودې؛ طالبانو خپل بریدونه چټک کړل او پر ولایتونو او ولسوالیو او لویو لارو د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو جګړه تر بل هر وخت توده شوه.
دغه راز خلیلزاد له طالب استازیو سره د پنجشنبې پر ماښام د وروستۍ هوکړې پر سر او د جمعې د سهار تر دوه نیمو بجو خبرې وکړي او د جمعې پر ورځ یې هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر او ملا برادر سره ولیدل.
دا په داسې حال کې ده، چې خبرې بیا هم د بندو دروازو ترشا وې او جزئیات یې له چا سره شریک نشول.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه15 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ13 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول