Connect with us

تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پالي- د فرانسې سفیر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د فرانسې سفیر آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پالي.

په کابل کې د فرانسې سفیر ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د پانګونې او ملاتړ له پلوه له نورو هېوادونو ځانګړی رول لري؛ نو، ځکه د هغه په باور امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې څاري.

د فرانسې سفیر مارتینین وايي، چې امریکا په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې او له نورو هېوادونو سره یې تګلوری توپیر کوي.

په کابل کې د فرانسې سفیر مارتینین وایي، په دې شک نشته، چې امریکا په افغانستان کې له ډېرو کلونو راپدیخوا ډېره پانګونه کړې او ډېر سرتېري په افغانستان کې لري. امریکا له همدې کبله خپله په افغانستان کې خپلې ګټې څاري. که مونږ ته د مرستې اړتیا وي مونږ هم په افتخار دغه کار کوو.

په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې هم د مارتنین له نظره ډېرې مهمې وې. د ده په باور دغه ډول خبرې او غونډې کولی شي، چې د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړي.

د فرانسې سفیر مارتنین وايي، چې د دوحې غونډه یو ښه پرمختګ او بریا وه. د دغې غونډې په پای کې خپره شوې اعلامیه ډېره مهمه ده؛ ځکه په ځينو برخو کې یې مهمې مفکورې ځای پر ځای شوي دي.

د فرانسې سفیر وايي، چې په افغانستان کې را روانې ټاکنې هم له ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

په کابل کې د فرانسې سفیر مارتینین دا هم څرګنده کړې؛ هغه څه، چې زه پرې پوهیږم د ټاکنو لپاره بېله شوې بودجه ده، چې تاسې یې تخنیکي ستونزه یاودئ. مسوولین وايي، چې دا ستونزې تر یوه بریده حل کیدونکې دي؛ خو بیا هم دغه ستونزې زما لپاره د اندېښنې وړ دي.

د فرانسې سفیر وايي، چې د افغانستان د ټاکنو نېټه دوه ځله بدله شوې او که دا ځل بدلون مومي؛ ښايي دوه زره شلم میلادي کال ته وغزیږي.

مرکه:زمریالی اباسین

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!