Connect with us

تازه خبرونه

امریکایي دیپلوماتان دې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي- ترمپ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛  د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ خپلو ديپلوماتانو ته سپارښتنه کړې، چې له طالبانو سره دې د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

ورځپاڼه د امريکا په پاليسۍ کې دا يو ارزښتمن بدلون ښيي او لیکي؛ افغان او امریکایي چارواکو درک کړې، چې  طالبان پخپل دريځ کلک ولاړ دي او باید امریکا مخامخ خبرو ته چمتو شي.

د ورځپاڼې په باور؛ د دغه ستراتیژیک بدلون په پایله کې د طالبانو او امریکا دریځونه یو تر بله نږدې شوي او د خبرو خنډ به هم له منځه لیرې شي.

له دې مخکې د امریکا ټینګار دا و، چې د سولې خبرې دې د افغان حکومت پر مشرۍ ترسره شي؛ خو د ترمپ ستراتیژۍ د طالبانو د پرمختګونو په مخنیوي کې د پاموړ بدلون نه دی راوستی.

ورځپاڼې دا هم په ډاګه کړې؛ که څه هم تراوسه د مذاکراتو نېټه نه ده ټاکل شوې او اوس هم دا اندېښنه شته، چې د ترمپ په تګلاره کې بدلون راشي.

له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته د امریکا چمتووالی ښیي، چې سپينه ماڼۍ غواړي نور په افغانستان کې له په ټپه ولا حالته راووځي.

ورځپاڼه لیکي؛ له طالبانو سره د مذاکراتو پرېکړه دا معنا نلري، چې طالبان دې د ملي وحدت حکومت ځایناستي شي، بلکې د جګړې پای ته رسول موخه ده.

نیویارک تایمز دا هم لیکلي، چې دا پرېکړه تېره میاشت د ترمپ د امنیتي سلاکارانو لخوا رامنځته شوې او د امریکا د بهرنیو چارو استازیو هم سیمې ته سفرونه کړي دي.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نيکلسن د دوشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ۷ هېوادونو له سفيرانو او افغان دفاع وزير طارق شاه بهرامي سره کندهار ته د خپل سفر پر مهال يوې غونډي ته په وينا کې ویلي، چې د امریکا حکومت له دې وروسته افغان طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ که طالبان د جنګ لاره انتخاب کړې؛ دوی به یې د ځپلو لپاره د افغان حکومت سره په ګډه اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي هم  کندهار ته په سفر کې ویلي، چې دوی د وسلوالو ډلو په وړاندې د پوځي عملياتو ترڅنګ د هغو وسلوالو سره د سولي هڅي مخته وړي، چې له جګړې لاس اخلي.

بهرامي زیاته کړې؛ د نړيوالي ټولني په مرسته توانیدلي، چې په سیاسي برخه کي خپل مهم ګاونډی ډډې ته کړي.

پخواني طالب سید اکبر آغا آریانا نیوز ته په ډاګه کړې؛ طالبان وایي: مونږ پر حکومت باور نلرو، ځکه بهرنیان دلته ډېر واک لري او له بهرنیانو سره نېغ په نېغه خبرې کوو. همدوی جنګ پیل کړی او له دوی سره خبرې کوو.

د افغانستان د سولې عالی شورا ویاند سید احسان الله طاهري ویلي، چې: امریکا له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو ګړندي کولو لپاره دا کار کړی دی؛ ځکه، چې افغان حکومت د امریکا په ګډون له ټولو نړیوالو همکارانو څخه د سولې د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود تراشوال وایي، چې د ښکېلو خواوو په جګړه کې بهرنیان ښکېل شوي او د سولې ډګر ته دې هم راودانګي.  

طالبانو تېر کال د امريکا ولس ته په يوه ليک کې له دوی سره د مخامخ خبرو پېلولو غوښتنه کړې وه. دغه راز تېره مياشت يې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه غوښتنه  تکرار کړې وه؛ خو اوس یې د دغو تازه څرګندونو په اړه تر دې دمه  څه نه دي ویلي.

د اوباما د واکمنۍ پرمهال هم امریکا له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی و او طالبانو په همدې موخه په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست؛ خو د وخت ولسمشر حامد کرزي د یادې اندېښنې له کبله د امریکا او طالب د مذاکراتو مخالفت وکړ او د سولې هڅې له پیل مخکې په ټپه ودریدې.

اوس له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو سپارښتنه په داسې حال کې په ډاګه شوې، چې د افغانستان د ۹ شمالي ولایتونو ملکي او بهرنۍ ادارې د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!