تازه خبرونه
امریکا د سوریې پر هوایي ځواک ۵۹ کروز توغندي توغولي
د امریکا متحده ایالتونو د سوریي تر شپږ کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د سوري حکومت د هوایي ځواک یوه اډه په نهه پنځوس کروز توغندیو وویشته او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره د روسیې دې متحد ته پوځي ګوزار ورکړ. دغه کروز توغندي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په امر د مدیترانې په سمندر کې له یوې پوځي بېړۍ وتوغول شول او د سوریې د لویدیځ پر الشعیرات اډې ولګېدل.
د مدیترانې له سمندر څخه په دوه پوځي بېړیو کې بار نهه پنځوس کروز توماهاک توغندي د سوریې پر لوري وتوغول شول.
دا برید د ولسمشر دونالد ترمپ په امر تر سره شوی او وایي، چې د سوريې د کیمیاوي وسلو د برید په غچ کې دا ګام پورته شوی دی. په هغه برید کې، چې د سې شنبې په ورځ وشو؛ نږدې سل تنه ووژل شول، چې ډېر یې ماشومان ول.
د امریکا توغول شوي کروز د سوریې په لویدیځ کې د الشعیرات پر اډې لګیدلي دي.
امریکا په ډاګه کړې؛ پر خان شیخون سیمې، چې د کیمیاوي وسلو برید شوې و، الوتکې له همدې هوایي ډګره پورته شوې وې.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي؛ ما پر سوریې د هوایي برید فرمان ورکړ، چې د وروستۍ کیمیاوي حملې اصلي منشا وه. له کیمیاوي وسلو مخنیوی د امریکا د امنیت د تامین په لار کې کیږي. د شک ځای نه دی سوریې نړیوال کنوانسیون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوامر یې نقض کړي او ممنوعه کیمیاوي وسلې یې کارولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تتیلرسن وایي، روسیه پر ادلب د کیمیاوي وسلو په برید کې د سوریې ملګرې وه او یا یې د خپل متحد د مهارولو توان نه درلود. د سوریې پر هوایي اډې د کروز توغول متناسب پوځي اقدام و او ویې ښوده؛ ولسمشر دونالد ترمپ د دې تیاری لري، چې بدو اقداماتو ته په غبرګون کې پرېکنده عمل وکړي.
د نړۍ زیاتو هېوادونو د امریکا پر دې اقدام بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د آلمان لومړۍ وزیره انگیلا میرکل وایي، د سوریې پر پوځي مرکز د امریکا برید زمونږ لپاره د درک وړ دی؛ ځکه، چې د سوریې رژیم د خپلو بې ګناه خلکو پر وړاندې جنګي جنایتونه روان ساتلي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه هم له پامه غورزوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا شونینگ وایي، د چین جمهوریت په نړیوالو مناسباتو کې تل د پوځي ځواک له کارولو سره مخالفت کړی دی. په همدې خاطر له ښکېلو خواوو غواړم، چې د خبرو لار غوره کړي. مونږ د هغه څه په اړه، چې په سوریه کې پېښیږي، اندیښنه لرو.
د اروپایي ټولنې د کمیسیون غړې مینا اندریوا وایي، پر ملکي خلکو د سوري رژیم له بې رحمانه برید وروسته، متحده ایالتونو د سوریې پر پوځي اډې برید وکړ. متحده ایالتونو خبر راکړ، چې دا بریدونه محدود او یوازې د دغه راز پېښو د مخنیوي لپاره تر سره شوي دي.
د ترکیې لومړی وزیر مولود چاوش اغلو وایي، مونږ د امریکا دا اقدام په موقع بولو او ملاتړ ترې کوو. زه له ټولو هغو کسانو، چې د سوریې له رژیم ملاتړ کوي؛ غواړم، چې د یوه شخص له ملاتړ لاس واخلي او د یوې سیاسي هوکړې لپاره یوځای شي.
ایتالیا، اسرائیل او څو نورو هېوادونو له دغه بریده ملاتړ وکړ؛ سعودي عربستان هم له دغه بریده کلک ملاتړ کړی او دا یې د ترمپ د زړورتیا نښه ګڼلې ده؛ خو ایران او روسیې بیا له دغه برید سره کلک مخالفت ښکاره کړی او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.
تهران وایی، دې برید د سوریې حالت نور هم خراب کړ او په وینا یې د ترهګرو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
روسیه وایي، امریکا په دې کار غواړي په عراق کې له وژنو څخه د نړیوالو پام بل لوري ته واړوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وایي، دا یو یرغلګر عمل دی، دا برید د غلطو اطلاعاتو پر بنسټ تر سره شوې او مونږ ته په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا، بریتانیا او متحدینو یرغل را یادوي، چې د ناسمو اطلاعاتو له مخې یې پر یوه هېواد برید وکړ.
د سوریې ولسمشر بشار اسد وایي، په جګړه کې یې بریا یوازنۍ ټاکنه ده؛ پرته له دې به د ده په وینا، سوریه د نړۍ له مخه لیرې شي.
له دوه یمې نړیوالې جګړې را وروسته ستر جنایتونه په سوریه کې تر سرهشوي؛ شپږ کاله کیږي، چې دغلته جګړه روانه ده او په کې څلور سوه پنځوس زره کسان وژل شوي او څلور میلیون نور بې کوره دي. په دې موده کې ملګرو ملتونو او نورو ښکېلو خواوو بېلابېلې غونډې تر سره کړي، چې جګړه غلې کړي؛ خو اوس هم نه دي توانیدلي، چې دغه موخه تر لاسه کړي.
خبریال: فواد ناصري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ