تازه خبرونه
امریکا: سږ کال به د افغانستان له پاره له جګړو ډک کال وي
د امریکا دفاع وزیر شټون کارتر وایي چې روان میلادي کال کې به افغانستان کې د جګړو په موسم کې تاوتریخوالی زور واخلي. شټون کارتر ټینګار کوي چې له افغان امنیتي ځواکونوبه د امریکا هوایی ملاتړ د تېرو کلونو په پرتله په ځلونو پیاوړی وي.
کارتر هیله من دی چې افغان امنیتي ځواکونه به د جګړې په راتلونکي موسم کې د تېرو جنګي فصلونو په پرتله پیاوړی عمل وکړي. د امریکا دفاع وزیر وایي، واشنګټن له افغانستان سره د یو یا دوو کلونو ژمنه نه لري، بلکې دا اوږدمهاله ژمنه ده.
که څه هم په روان ژمي کې د طالبانو د جګړو شدت کم نه شو او ځینو سیمو کې جګړو زور واخیست، په همدې حال کې امریکایيچارواکي وایي، په راتلونکي جنګي موسم کې به د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلی شي. دا ځل د امریکا جګپوړی دفاعی چارواکی د هوا په تودېدو سره افغانستان کې د جګړو د شدت خبرداری ورکوي.
د امریکا دفاع وزیرشټون کارتر وايي:”مونږ انتظار لرو چې د جګړو په دغه فصل کې به افغان امنیتي ځواکونه په ځلونو پیاوړي وي د هغه څه په پرتله چې تېر فصل کې وو. تېر فصل کې طالبان او افغان امنيتي ځواکونه سخت وجنګېدل. شک نشته چې سخت جنګي موسم په مخکې دی او ولسمشر غني او اجرایيرییس عبدالله هم پرې پوهېږي خو افغان ځواکونه به سخت زړوروي.”
د امریکا دفاع وزیر له افغانستان سره د واشنګټن د اوږدمهاله ژمنو خبره کوي او وایي چې د تېر په پرتله به له افغان ځواکونو د امریکا هوایي ملاتړ په ځلونو پراخ وي.
د امریکا دفاع وزیرشټون کارتر وايي: “مونږد اوږدې مودې له پاره راغلي یو. ولسمشر ژمنه کړې او د اېتلاف دوه غړي باید له افغانستان سره وي، دا چاره یواځې د ۲۰۱۶کال له پاره نه ده، بلکې د ۲۰۱۷او له دغې مودې ور اخوا له پاره هم ده. د همدې دلایلو له مخې، د افغان ځواکونو له عملیاتو به غیرمستقیم هوایی ملاتړ زیات او د تېرو کلونو په پرتله پیاوړی وي چې امريکا په بشپړه توګه په کې ونډه لري.”
په همدې حال کې امریکایيپوځي چارواکي وایي، طالبان د تېرو کلونو په پرتله کمزوري شوي دي او له افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه لری.دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت د قومندانۍ له پاره نومول شوی جان نیکلسون امریکایي سناتورانو ته ویلي چې د افغانستان وضعیت د ترینګلتیا په لور روان دی او له افغانستان بايد پر له پسې ملاتړ وشي وي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه14 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ13 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول