Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د امنیتي تړون په اړه خپلې ژمنې عملي کړي – اتمر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-05-17h59m18s128

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د کابل او واشنګتن تر منځ امنیتی تړون د افغانستان په ګټه بولي او وايي چې امریکا خپلي ژمنې عملي کړي دي.

هغه وویل چې د افغان پوځ کلنۍ لګښت څلور زره نهه سوه میلیون ډالر کیږي چې څلور زره دوه سوه میلیون دالر يي امریکا ورکوي.

د ملی امنیت سلاکار وویل چې افغانستان دا مهال د سیمې او نړیوالو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

دهغه په وینا د امنیتي تړون له مخې امریکا پوځ نه غواړي ځان د افغانستان په جګړه کې مخامخ ښکیل کړي.

vlcsnap-2015-05-05-18h00m02s58

په مشرانو جرګه کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په استجوابیه غونډه کې د جرګې غړو وویل چې امریکا له افغانستان سره په کړیو ژمنو عمل نه دی.

دوی ویل چې که څه هم امنیتي تړون لاسلیک شوی، خو د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

دوی د وسلوالو طالبانو او داعش پرلپسې بریدونو اندېښمن کړي دي.

د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزی:

د ترهګرو ډلو د ګواښونو ته په پام که امریکا زموږ استراتیژیک ملګری دي، نو ولې مرسته نه کوي!.

د مشرانو جرګي غړیموسی اڅکزی:

د امنیتي تړون په لاسلیک سره د د اعیش راتګ هم پیدا شو.

د ملي امنیت سلارکار حنیف اتمر وویل چې د کابل او واشنګټن امنیتي تړون له څلورو میاشتو راهیسې عملي بڼه غوره کړې ده.

ده وویل چې د امنیتي تړون له مخې د امریکا پوځ په افغانستان کې مخامخ په جګړه کې ځان نه ښکیلوي او یوازې ملاتړی رول لري.

د پیما په اړه پرمختګونه شوي؛ خو د دواړو خوا د ژمنو سره سم یو لړ محدودیت هم شته چې امریکا عملاً نشي کولای په جکړو کي ونده واخلي؛ ځکه چې موږ په جګړو کې د امریکا مخالف وو او امنیتي چارې افغان ځواکونو ته ورکړل شوي.

د هغه په وینا امریکا هره ورځ د افغان پوځ د دوولسو میلیونو ډالرو اړتیاوې پوره کوي.

د ملی امنیت سلاکار وویل چې همدا او افغانستان د کورني دښمنانو تر څنګ د سیمی او نړیوالو ترهګري ډلي لکه القاعده،داعش د پاکستان د طالبانو تحریک، د ازبکستان د اسلامی جنبش، انصارالله  د ترکستان شرقی اسلامی جنبش سره مخا مخ او دوی د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې دوی هڅه کوي د کابل واشنګټن د امنیتي تړون په چوکاټ کې او له هغه بهر د یو بلې طرحې له مخې چې له نورو هیوادونو به مرسته وغوښتل شي افغان ځواکونه په هوايي او ځمکنۍ برخه کې سمبال کړي.

خبریال: عبدالعزیزکریمی

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!