Connect with us

تازه خبرونه

امریکا او پاکستان د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-11-22-15h57m39s187

د پاکستان دان ورځپانې د دغه هېواد د یو دیپلومات له قوله لیکلي، چې امریکا او پاکستان د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې ده.

دغه هوکړه له امریکایي چارواکو سره د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف د لیدني پر مهال تر سره شوې ده.

اسلام آباد او واشنگتن هوکړه کړي، چې د سولي په ټپه دریدلې خبرې اترې له سره پیل شي او دواړه هېوادونه به په دې برخه کې کار وکړي.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي وایي، پاکستان دې د هغو ډلو په وړاندې، چې زمونږ خلک وژني عملي گامونه پورته کړي؛ دا کار به د دوی د رښتینو هڅو بشپړه ښکارندویي وکړي.

که څه هم پاکستان له امریکا څخه یو اعشاریه درې میلیارد دالر پوځي مرستې تر لاسه کړي، چې پراخه برخه یې د ترهگرو په وړاندې مبارزې ته ځانگړې شوې؛ خو په دې برخه کې یې هڅې تر دې دمه افغانستان ته ثابتې شوې نه دي.

د ولسي جرگې غړې فاطمه نظري وایي، دا هسې هوایي خبرې دي، چې د افغانستان د روان درد درملنه پرې نه شي کیدی او نه هم پاکستان له ترهگرو لاس اخیستی شي.

د ولسي جرگې غړی داود کلکانی وایي، پاکستان هڅه کوي، چې پر طالبانو او له هغو سره د سولې خبرو اداره یې له لاسه ونه وځي او له طالبانو سره د سولې او جنگ په اړه ځانگړې لاسته راوړنې ولري.

د پاکستانیو چارواکو په وینا؛ ټاکل شوې، چې د دسمبر په اوومه او اتمه به اسلام آباد او کابل د آسیا زړه د گډې ناستې کوربتوب وکړي.

ویل کیږي، چې ولسمشر غني به د دغې ناستې په موخه اسلام آباد ته سفر وکړي او د سولې پر تتو اړخونو به خبرې ولري.  

له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان خبرې اترې هغه مهال ټکنۍ او زیانمنې شوې، چې دغو هېوادونو د طالب مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر خپور کړ.  

خبریال: فهیم نوری.

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!