تازه خبرونه
امریکايي ځواکونه اجازه نه لري، چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي- ویلسن شافنر
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ماموریت قومندانۍ ویاند ویلسن شافنر وايي؛ امریکايي ځواکونه اجازه نه لري، چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.
امریکا په ۲۰۱۴کال کې رسماً په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د عملیات د پای ته رسیدو اعلام وکړ؛ خو د داعش پر خلاف د هغوی بریدونه دوام لري.
امریکايي ځواکونه وايي، چې دوی په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د مخنیوي له پاره په بیسارې توگه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت د قومنداني ویاند ویلسن شافنر وايي، چې مونږ د داعش پر وړاندي خپلو فشارونو ته پراختیا ورکړي په ځانگړي توگه په ننگرهار ولایت کې، چې ډیېر گټور هم دي. نه یوازي د امریکا هوايي بریدونه، بلکې افغان پوځ هم د اعش پر وړاندي خپل فشارونه زیات کړي دي؛ خو مونږ اجازه نه لرو، چې طالبان تر برید لاندي وینسو.
دغه امریکا يي جنرال یو ځل بیا په افغانستان کې د حقاني شبکې د فعالیتونو له کبله د اندېښني په څرگندولو له ټولو هيوادنو په ځانگړي توگه له پاکستان غوښتنه کوي،چې د ترهگري پر وړاندي جدی گامونه پورته کړي.
دملي دفاع وزارت بیا د طالبانو د ځپلو له پاره د امریکا پر ملاتړ ټینگار کوي او وايي،تر هغې، چې افغان پوځ په ځان بسیا نشي د هغوی ملاتړ ته اړتیا لرو .
د ملي دفاع وزارت ویانددولت وزیری وایي، د دغو ځواکونو ملاتړ ته تر هغه وخته اړتیا ده، چې افغان پوځ په ځان بسیا شي.
د پوځي چارو شنونکیمیزا محمد یار مند وايي، چې امریکا باید د داعش تر څنگطالبان هم په نښه کړي پرته له ديبه د جگړې پای ته رسیدل ناشوني وي .
د هغه په وینا؛ دا ډېر اړین دي، چې امریکا پرته له توپیره ټولې ترهگري ډلي په نښه کړي.
په تېرو۱۵کلونو کې دا لومړی ژمي دی، چې طالبانو د جگړې اور بل ساتلي دي. افغان ځواکونه له لس ولایتونو څخه په ډېرو کې له طالبانو سره جگړه کوي؛ خو امریکا ویلي، چې طالبان اوسنیو حالاتو ته په کتو د امریکا دښمنان نه دي.
خبریال: فواد ناصري
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ