Connect with us

تازه خبرونه

امريکا: که افغانستان ځواب رانه کړي موږ ورسره يو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امریکا وایي، له افغانستان ترهغو لاس نه اخلي څو پورې چې دغه هېواد امریکا ته د نه ځواب ورکړی نه وي. د امریکایي سناتورانو یوه پلاوي له اجرایي رییس سره په یوه غونډه کې ویلي، د افغانستان جګړه یوازې د دې هېواد جګړه نه ده بلکې د امریکا جګړه هم ده.

 دوی ویلي چې غواړي کابل او واشنګټن پیاوړې اړیکې ولري. دوی ویلي واشنګټن نه غواړي چې افغانستان ته شا کړي، څو پورې چې کابل دوی ته ځواب نه وي ورکړی.

د امریکایي سناتورانو یو پلاوی چې مشري یې مېرمن ایلینا روز لیتنین کوي، کابل ته راغلی هغه وایي، امریکا له کابل سره پیاوړې اړیکې غواړي او څو پورې چې کابل امریکا نه وي پرېښې، دوی له افغانستان نه وځي.

د منځنۍ آسیا او افریقا په چارو کې د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییسهایلینا روز لیتنین وايي:

«امریکا له افغانستان سره همکاریو ته لېواله ده، مونږ غواړو چې اړیکې مو پیاوړې شي، له دغه هېواد به تر هغې لاړ نه شو چې تاسو مونږ ته شا نه کړئ. مونږ دغې جګړې ته ډېر ژمن یو ځکه دا زمونږ جګړه هم ده، مونږ ګډ دښمن لرو.»

اجرایی رییس عبدالله عبدالله امریکا ته ډاډ ورکړ چې د شته ننګونو په وړاندې به حکومت په پیاوړې ارادې او ژمنې حرکت وکړي.

د دولت اجرایه رییس عبدالله عبدالله زياته کړه:

«بدلونونه را منځ ته شوي خو عین حال کې وینو چې لا هم ننګونې په ځای پاتې دي او فرصتونه هم شته. زه د افغان دولت او خلکو په پیاړوې ژمنې او ارادې تاسو ته ډاډ درکوم. د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو د پیاوړتیا او له دوه زره شپاړسم کال وروسته د امریکایی سرتېرو د پاتې کېدو  پرېکړې د ستاینې وړ دي.»

اجرایه ریاست وایي، وروسته له دې چې د دغو سناتورانو او اجرایي رییس غونډه سري شوه، ښاغلي عبدالله د  افغان پوځ د تجهیز او د ترهګرو په ملاتړ کونکو د فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیالجاوېد فیصل وايي:

«د افغانستان د پوځ د تجهيز او پیاوړي کول هم د همدې خبرو يوه برخه وه، بله دا چې په هغو هېوادونو د فشار ډېرول چې د ترورېزم پلوي دي.

مخکې له دې افغانستان په ځلونو له امریکا او د ناټو له متحدینو غوښتي و چې افغان ځواکونه په درنو وسلو سمبال کړي او هوایي ځواک هم په پښو ودروي. په وروستیو کې امریکا ژمنه کړې چې د ۲۰۱۸ کال تر پایه به افغانستان ته شل سوپرتوکانو بم غورځونکې الوتکې ورکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!