Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له ایرلنده د لوبې په ګټو نړيوال جام ته ووت

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان کرکت نړيوال جام ته د وتلو په دوه يم پړاوو کې د لوبې پچه ایرلیند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړیو په سوځیدلو  یې ۲۰۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وړاندېکړ.

د افغانستان ملی لوبډلې د یاد هدف د ترلاسه کولو لپاره ډېره ښه لوبه پیل کړه؛ شهزاد پنځوسیزه ووهله، خو په ۵۴ منډو وسوځید، ګلبدین یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او ۴۵ منډې یې جوړې کړې، رحمت شاه ۱۲، سمیع الله شینواري ۲۷ او محمد نبي هم ۱۲ منډې جوړې کړې او وسوځیدل، چې ورسره افغان لوبډله لږ تر فشار لاندې راغله.

په وروستیو پړاوونو کې لوبډلمشر اصغر ستانکزي او نجیب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او افغانستان ته یې بریا په برخه کړه.  اصغر ۳۹ او نجیب ۱۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي غوره لوبغاړی اعلان شو.

ديادونې وړه ده چې د لس هېوادونو په ګډون د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په زمبابوې کې روانې دي؛ د لومړي پړاو په سیالیو کې افغانستان یوه لوبه وګټله او درې یې بایلودلې او د دوه یم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د دوه یم پړاو په لومړیو دوه لوبو کې افغانستان ویسټ انډیز او اماراتو ته ماتې ورکړه او په درېیمه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې یې پرون  ایرلیند ته هم ماتې ورکړه او له ویسټ انډیز سره یې یو ځاي نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په پاکستان کې پر چینايي انجنیرانو د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې چینايي انجنرانو پر موټر د ځانمرګی برید په غبرګون کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د سیمه‌ییزو همکاریو مخالفانو ته اجازه ورنکړي، چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسېږي.

په دې ځانمرګي برید کې د ۵ چینایي انجنیرانو او یو پاکستاني په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت د چین او پاکستان له حکومتونو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې دوی دا ډول بریدونه “د سیمه‌ییزې همکارۍ د کمزوري کولو یوه هڅه” ګڼي.

د چارشنبې پر ورځ ( د وري اوومه) د خيبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې د چينايي وګړیو پر موتر ځانمرګی بريد ترسره شوی، چې تر دې دمه یې پړه چا پر غاړه نده اخيستې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!