Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان به په سیمه کې د جنګ او سیاست ګټونکی وي – ولسمشر غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي پوهنتون څخه د۵۰۰ افسرانو د فراغت په مراسمو کې ولسمشر اشرف غني وویل، چې افغانستان به جګړه او سیاست دواړه ګټي او د هېواد د ښمنان به هیڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسیږي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې په پوره مېړانه جنګیږي؛ نو، ځکه بریا د افغانانو په برخه ده.

ښاغلی اشرف غني د پوځ د اعلی سر قومندان او ولسمشر په توګه ټينګار کوي، چې د هېواد امنیتي بنسټونه له سیاست لیرې دي او هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې امنیتي ارګانونه په نامشروع بڼه وکاروي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې ډېر ژر به په ولایتونو کې داسې ګامونه اوچت کړو، چې حالات کابو او د حکومتي پلانونو عملي کولو ته زمینه برابره شي.

نوموړی وایي؛ له اووه میلیون ډېر دالر، چې په تاپي پروژه کې به ولګول شي د کوم هېواد مرسته نه ده، بلکې د افغانستان خپلې پیسې دي او ټول ۳۴ ولایتونه به د سترو چارو شاهدان وي.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم وايي، چې پوځ بشپړ خپلواک دی او له هیڅ سیاسي بهیر سره تړاو نلري.

نوموړی زیاتوي؛ مونږ ستونزمنې شېبې تېروو، خو د افغانستان تاریخ به د امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د پوځ په اړه قضاوت وکړي. له ملي پوځ او ځواکونو غواړم، چې د ترهګرو په وړاندې د مبارزې هڅې نورې هم پراخه کړي.

مسوولین وايي، چې په لومړیو کې انګیرنې داسې وې، چې ښايي افغان ځواکونه په یوازې سر له سخت دریځو سره د جګړې توان ونه لري؛ خو دغو ځواکونو وکولی شول، چې له خاورې دفاع وکړي او ولایتونه د وسلوالو مخالفینو له دوامدارې برلاسۍ وژغوري.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!