Connect with us

تازه خبرونه

افغانان د تېر په پرتله خپلې راتلونکې ته خوشبین دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اسیا بنسټ د یوي سروي له مخي د تېر کال په پرتله سږ کال  راتلونکې ته د خلکو هیله زیاته شوې ده.

یاد بنسټ په خپلې تازه نظر پوښتنه کې وایي چې په سیمه کې د افغانستان وضعیت ماتېدونکی او ناپایداره دی؛ ځکه اووه ویشت سلنه مرکه کونکو ویلي چې د حکومت داري وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی. ۷۳ سلنه خلکو ویلي چې د حکومت داري وضعیت  ښه نه دی.

همدارز ۵۱ سلنه مرکه کونکو ویلي چې امنیتي حالات ښه شوي دي.

۵۱ سلنه پوښتل شویو بیا ویلي چې افغانستان د بیا رغاونې په لور روان دی.  د تېر په پرتله خلک خپلې راتلونکې ته هیله من شوي دي.

کارل ایکن بیري په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وایي: (په ۲۰۰۵ کال کې چې کله زه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر وم، کابل ته راغلم له خپلو کارکونکو سره مې ولیدل افغانستان کې مو هیڅ بریالیتوب نه درلود او د افغانستان د خلکو ځواب دا و چې راتلونکې ته هیله من دي).

خو په یاده ټولپوښتنه کې اته دیرش اعشاریه اته سلنه خلکو باور ښکاره کړی چې هېواد یې په سم لور روان دی. په داسې حال کې چې ۶۱ اعشاریه دوه سلنه خلکو بیا ویلي چې هېواد په سم لور روان دی.

بل خوا د ځوانانو لپاره د لارې سترو ستونزو په هکله ښکل شوي دي چې: ۷۱ سلنه وزګار، ۳۲ سلنه له نالوستي کړیږي، ۱۷ سلنه پوښتل شویو ویلي چې ستره ستونزه یې نشه یی توکي دي، ۱۵ سلنه پوښتل شویو ویلي چې له اقتصادي رکود سره مخامخ شوي او اته سلنه نورو بیا له ناامنیو سرټکوي.

عبدالله احمدزی د آسیا بنسټ استازی وایي: (په ټوله کې ستونزه دا ده چې خلک د تېر ناورین له تکرار څخه اندېښمن دي چې دا اندېښنې په دريو برخو ویشلای شو امنیت، سیاسي ثبات او اقتصادي غښتلتیا.)

بل خوا افغان حکومت د ناامنیو په تړاو داسې غبرګون ښکاره کړی دی.

دولت وزیری د ملي دفاغ وزارت ویاند وایي (تېرو کلونو ته په کتو په امنیتي وضعیت کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی؛ خو د مخالفینو په تحرکاتو کې جدي بدلون راغلی چې په مقابل کې یې نظامي ځواکونو تند غبرګون ښودلی دی.)

که څه هم د ملي یووالي حکومت مشرانو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښه امنیت، کاري زمینو برابرولو او د خلکو په ژوندانه کې د بدلون ژمنې کړې وې؛ خو اوس وایی چې په خپلو زیاترو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!