تازه خبرونه
افغانستان ته د نوې تګلارې ناسته بې پایلې پای ته رسیدلې
په کمپ دیوید کې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترمپ د نوې تګلارې د وړاندې کولو ناسته بې پایلې پای ته رسیدلې ده.
د امریکا ولسمشردونالد ترمپ له خپلو سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره پر بېلابېلو غوراویو بحث او خبرې وکړې؛ خو په افغانستان کې يې د سرتېرو د ډېرولو په اړه ډاډ څرګند نکړ.
د جورج بوش د بهرني سیاست سلاکار پاول بونسیلي ویلي؛ زه هیله من یم، چې په سپینه ماڼۍ کې اختلافونه حل شي. حقیقت دا دی چې د افغانستان پریښودل مونږ ته ناورین جوړونکی دی.
د ملي امنیت سلاکار او نورو جګپوړو چاوراکو هم افغانستان کې په محدود شمېر د ځواکونو له ډېروالي ملاتړ وکړ.
د سپينې ماڼۍ ویانده سارا سندرز په ډاګه کړې، چې ولسمشر ته په پراخه توګه معلومات ورکړشول، ولسمشر خپل غوراوي تر مطالعې او څیړنې لاندې نیسي او د امریکا خلکو، متحدانو او زمونږ همکارانو ته به یې په مناسب وخت کې اعلام کړي.
د دونالد ترمپ جګپوړی تګلاره جوړونکی ستیف بنن، چې په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتوالي مخالف و، د نامعلومو دلایلو له امله له دندې لیرې کړای شو؛ خو د ځواکونو د ویستو غوراوي له اوسه مخالفتونه او منفي غبرګونونه را پارولي دي.
د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمیټې یو جګپوړی غړی لیندسي ګراهام له افغانستان څخه د ځواکونو ویستل د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د تکرار پر معنا بولي او د امریکا د سنا پخواني غړي هم په دې باور دي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیتې پخوانی سلاکار جمیل جعفر څرګنده کړې؛ کوم مورد، چې دفاع وزیر وویل، سم دی، چې مونږ خپلې هڅې باید دوه برابره کړو او له ترهګرو سره په هغه ځای کې، چې دي، وجنګیږو.
د کمپ ډېوېد ناسته د پاکستان په اړه هم کومې پایلې ته ونه رسیده. دا دولت د حقاني شبکې او افغان طالبانو کوربه دی او امریکایی چارواکي پر دې وېشل شوي، چې د پاکستان په وړاندې باید څه ډول پرېکړه وشي.
یو شمې امریکایی چارواکي وایي؛ د واشنګتن د طرحې له مخې، نوې څېړنه پیل کیږي، چې آیا پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد معرفي کړي او که نه.
د کمپ دیوید ناسته، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوې؛ د امریکا متحده ایالاتو چارواکو د افغانستان او جنوبي آسیا پر حالاتو هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دونالد ترمپ لوړپوړي چارواکي د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د واشنګتن پر نوې تګلارې واحد نظر نلري.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو