تازه خبرونه
افغان حکومت دې خلکو ته د حالاتو په اړه بشپړې څرګندونې وکړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، باید په افغانستان کې خلک د حالاتو په اړه ډاډ تر لاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ناستې وروسته، چې په کې د افغانستان وضعیت کړکیچن وبلل شو؛ د ملګرو ملتونو استازي یو ځل بیا له افغان دولت څخه په سیاسي او امنیتي برخو کې د عملي چارو غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچی یاماموتو وایي؛ زه فکر کوم، چې دولت باید په ګډه وضاحت ورکړي چې پروګرامونه یې څه دي او حالت څه ډول دی او دغه راز هڅه وکړي، چې په سیاسي ساحه او د ټاکنو په برخه کې ډاډ او باور را منځته کړي؛ نه باید په الفاظو کې وي، بلکې په عمل کې یې ثابت کړي.
دغه خبرې پر داسې مهال په ډاګه کیږي، چې امریکا د افغانستان په تړاو خپله تګلاره څېړي او د دې احتمال شته، چې امریکا او متحدین یې نور زرګونه سرتېري افغانستان ته ولیږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویانده دانا وایت بیا له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي؛ د افغانستان په تړاو ټول غوراوي تر څېړنې لاندې دي، چې د ترهګرو او داعش خلاف مبارزه هم په کې ده.
د هغې په وینا؛ په افغانستان کې د داعش ستونزه د ښه والي په حال کې نه ده، مونږ د داعش له ستونزې سره مخ یو او باید ماته ورکړو او تمرکز پرې ولرو.
د امریکا دفاع وزیر ټول غوراوي تر څېړنې لاندې لري او له قومندانانو سره مشوره کوي، چې څومره او څرنګه سرتېرو ته اړتیا ده او شمېر به یې څومره وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر تړي. دا دفتر په ۲۰۰۹ کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما لخوا جوړ شوی و. د دې دفتر سرپرست او مرستیالانو یې خپلې دندې پریښې دي.
تازه خبرونه
د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.
رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.
رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.
د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.
له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.
ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه
د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.
دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.
دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.
تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.
تازه خبرونه
د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده
بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.
هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.
بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
-
سوداگري3 days ago
افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې
-
تازه خبرونه3 days ago
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
-
تازه خبرونه4 days ago
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت فرمانونه افغانستان پر بهرنیو مرستو متکي ساتي – رینا امیري
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې
-
سوداگري2 days ago
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې