Connect with us

تازه خبرونه

افغان مشران دې د اختلافونو د سوله ییز حل لپاره په ګډه کار وکړي ـ یوناما

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۱۳, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې له ټولو افغان ګوندونو غوښتي، چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په سوله ییزه توګه د اختلافونو د حل لپاره ګډ کار وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره انجریډ هیډن، چې د مارچ پر ۳۱ یې د امنیت شورا غړیو ته وینا وکړه. خپله وینا یې د افغانستان په تاریخ کې د یوې مهمې شیبې په اړه داسې پیل کړه: داسې بریښي، چې افغانستان یوې حساسې ېیبې ته رسيدلی هغه هم د نړیوال ائتلاف په ګډون  نږدې دوه لسیزې جګړه یې تر شا پریښې.

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا افغان مشران کولی شي د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره په ډاډمنو خبرو کې برخه واخلي؟ او افغانان ډاډمنې سولې ته ورسیږي؟

هغې دغه راز د افغانستان د ولسمشیزو ټاکنو په اړه څرګنده وکړې او د اشرف غني او عبدالله عبدالله د اختلافونو په اړه یې اندېښنه وښوده او په بېلابېلو دګرونو کې یې د ستونزو د رامنځته کوونکیو پر سترګه یې ورته وکتل.

هیډن زیاته کړې: دا کړکیچ اوس هم دوام لري؛ سره له دې، چې سترو څېرو په کې مینځګړیتوب کړی. په ځانګړي توګه امریکا او نورو افغان سیاسي مشرانو هم ورودانګل؛ خو هڅې بریالۍ نشوې او له دغه سیاسي کړکیچ وروسته، امریکا په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان څخه د یو میلیارد ډالرو د مرستې کمولو پریکړه وکړه او په راتلونکي کال کې د شخړو د روانو ساتلو په صورت کې د نورو مرستو کمولو ته هم  چمتووالي څرګند کړ.

آغلې هیډن دا ټینګار هم وکړ، چې افغانستان په پراخه کچه د مرستندویانو پر تمویل تکیه لري او د امریکا د بودیجې کموالی کیدای شي د “افغانستان مالي ثبات” ولړزوي.

هغې دا هم په ډاګه کړې: یوناما له ټولو افغاني خواوو څخه غواړي، چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په سوله ییزه توګه د اختلافونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي؛ ځکه اوس د ناندرو او شخړو وخت ندی. اوس د دولت پالنې، اوسیدنې او یووالي وخت دی. د ټولو افغانانو د ښځو ، اقلیتونو او ځوانانو حقونه او ګټې باید خوندي شي.

د میرمن هیډن د څرګندونو له دمخې؛ د شخړې حل د ټولو افغان سیاسي مشرانو ژور مسوولیت دی.

هغې د سیاسي کړکیچ په بهیر کې د خبرو اترو لپاره پر ګډ پلاوي هوکړه وستایله او هغه یې د افغانانو لپاره زړه راکښونکی یاده کړه.

هغې دا هم ویلي، چې له ټولو خواو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د خبرو اترو د واقعیت د عملي کیدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دغه راز یوناما طالبان هم هڅولي، چې خپل پلاوی هم په اساسي ډول اصلاح کړی دی.

 و د خپلو اتباعو د حقونو خوندي کولو او لا پرمختګ لپاره اړین اصول په سمبال کړي.

آغلې هیډن د بندیانو د خوشې کیدو د وروستيو پرمختګونو په اړه هم ویلي: که دا بهیر سم مدیریت شي؛ نو د سولې بیر د پیل کولو لپاره به د اعتماد جوړونې اړین پړاو رامینځته کړي.

یوناما همدارنګه د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ له درې ویدیوي کنفرانسونو څخه هرکلی کړی او له ښکېلو خواو یې غوښتي، چې د بندیانو د خوشې کیدو موضوع ژر تر ژره له نړیوال قانون سره سم حل کړي.

د یادونې ده، چې نوموړې د کرونا ویروس په اړه هو افغانستان تهپر دوامداره پانګوونې او نړیوالې تمویل ټینګار وړاندې کړ.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!