Connect with us

تازه خبرونه

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصون په بدل کې د درې طالب بندیانو( انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید)  د خوشې کیدو اعلان وکړ او وایي، چې آزادي یې مشروطه ده.

ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) د دولت د دوه قواوو او جګپوړیو چارواکو له مسوولینو سره په ناسته کې په رسمي ډول د حقاني شبکې د دوه مهمو غړیو او یوه طالب بندي د آزادیدو پرېکړه په ډاګه کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې دوی هر یو انس حقاني د جلال الدین حقاني، مالي خان د وليخان او حافظ عبدالرشید د محمد عمر زامن په بګرام زندان کې له یوې مودې راپدیخوا د افغانستان د دولت تر څارنې لاندې ول او په مشروطه توګه خوشې شول.          

ښاغلي غني څرګنده کړې، چې انس حقاني او دوه نور طالبان د دې لپاره خوشې کیږي، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

دی وایي؛ حکومت له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له امریکا سره په دې تړاو داسې تګلاره مخکې نیولې، چې د دې کسانو آزادیدل د طالبانو د بریدونو د پراختیا او د جنګي ډلو د لیکو د پیاوړتیا سبب نشي.

ولسمشر غنې دا هم ویلي، چې دا طالبان په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې آزاد شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ زمونږ هڅو د دغو دوه استادانو په خوشې کولو کې بې پایلې شوې او داسې معلومات هم تر لاسه شوي، چې د دوی روغتیایي حالت د طالبانو په بند کې د اندېښې وړ دی.

ولسمشر وایي، د افغانستان له نړیوالو شریکانو په ځانګړې توګه له امریکا سره یې په مشورو کې د دې درې کسانو د آزادیدو پرېکړه کړې او موخه د له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره د زمینې برابرول دي.

ولسمشر وایي، نږدې یوولس زره بندیان د افغان دولت له زندانونو خوشې شوي او که یوازې د سولې هوکړه وشي؛ د دې بندیانو د برخلیک په تړاو به په یوې ملي، اصولي او منظمې پرېکړې بیا کتنه وشي.

د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني، حاجي مالي خان د حقاني شبکې د مشر ماما او د دې شبکې د ځانمرګو بریدونو او بریدګرو د چمتوکولو او موخو د ټاکلو مسوول و.

د دغو درې کسانو خوشې کیدو، چې د افغان حکومت لپاره سره کرښه وه؛ د دننه په هېواد کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

جهادي قومندان ویلي، چې حکومت د امریکا د فشارونو له مخې څو پېکړو ته غاړه ایښې ده.

دغه درې کسان، چې د امریکایانو په همکارۍ له افغانستان څخه بهر پر ۲۰۱۶ کال په بحرین کې نیول شوي او د هېواد ملي امنیت عمومي ریاست ته سپارل شوي دي. د افغانستان درې ګونه محکمو په تروریستي بریدونو کې د لاس لرلو پر تور، چې لسګونه هېوادوالو په کې وږ ژوند له لاسه ورکړی؛ پر اعدام محکوم کړي وه.  

له دې مخکې افغان حکومت ویلي وه، چې د انس حقاني خوشې کیدل د افغانستان د خلکو سره کرښه ده؛ خو پرون( د لړم ۲۰) افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو د رییس فیض حمید او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سهیل محمود له راتګ سره سم دا درې کسان د امریکایي پوهنتون له استادانو؛ هر یو امریکایي وګړي کیون کینګ او آسترالیایي وګړي تیموتي ویکس سره تبادله او آزاد شول.

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!