تازه خبرونه
افغان ځواکونو د پاکستان د لومړي وزير تښول شوي زوی ته نجات ورکړ
افغان ځواکونه وايي چې په پکتیکا ولایت کې یې د القاعدې شبکې یو مرکز له منځه وړی دی او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر زوی يې چې له دغې شبکې سره بندي و، ازاد کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا مسولین وايي چې د یوسف رضا ګیلاني زوی به ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. افغان ځواکونه وايي چې یوازې د تېرې شپې په عملیاتو کې یې نږدې سل وسله وال مخالفین وژلي دي.
افغان ځواکونه وايي چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې يې د القاعدې یو مرکز په نښه کړ چې په ترڅ کې یې د دغې شبکې څلور غړي ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل. په دغو عملیاتو کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی چې له دغې شبکې سره بندي و، هم خوشې شوی دی.
د ملي امنيت د شورا وياند تواب غورځنګ وايي:” دغه عملیات د وېره اچوونکو په وړاندې و چې د پکتيا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې وشول، په پايله کې د القاعدې يوه ځاله ورانه شوه او د پاکستان د لومړي وزير زوی علي حيدر ته چې له څه وخت راهيسې له دې ډلې سره بندي و په بشپړې روغتيا سره نجات ورکړل شو.”
د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د وسله والو مخالفینو پر خلاف په یو شمېر ولایتونو کې عملیات روان دي او د یوې شپې په عملیاتو کې یې نږدې سل وسله وال وژلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي وايي:” په تېرو څلورويشت ساعتونو کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي دي چې افغان ځواکونو يو دېرش ګډ او خپلواک عملیات ترسره کړي دي چې يوازې په تېره شپه کې يې ۹۹ دښمنان وژلي او د جګړې ډېر وسایل د افغان نظاميانو لاسونو ته لوېدلي دي.”
د ملي دفاع وزارت هم وايي چې هوايي ځواک یې پیاوړی شوی او په څلور ویشتو ساعتونو کې یې له سلو ډېر عملیات کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزیری وايي:” هوايي ځواکونو ښه وړتيا پيداکړې ده او کولای شي د هېواد په هره سيمه کې هوايي عمليات وکړي چې تر اوسه يې ښې لاسته راوړنې لرلې.”
امنیتي بنسټونه وايي چې وسله والو مخالفینو عمري عملیات شنډ کړي دي او د تلفاتو په ګاللو سره یې ماتې خوړلې ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ