Connect with us

تازه خبرونه

افغان ځواکونه د افغانستان پر اویا سلنه برخه ولکه لري-جنرال دنفورد

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-09-24-09h02m34s182د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، افغان ځواکونه اوسمهال د افغانستان د خاورې په سلو کې پر اویا سلنه برخه ولکه لري.

جنرال جوزف دنفورد د سنا د وسلوالو خدماتو کمیتې ته د وینا پرمهال همداراز یادونه وکړه، چې وسلوال طالبان د دې هېواد د قلمرو له درې پر یوې برخې ولکه لري.

جنرال دنفورد د افغانستان د جګړې د روان حالت د ارزونې په ترڅ کې وویل، افغان ځواکونه او وسلوال مخالفین دواړه د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په ولاړ حالت کې دي؛ خو یادونه یې وکړه، چې که افغان ځواکونه د امریکا او د امریکا د متحدانو له خوا پرلپسې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړي، نو ښايي وکولی شي د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.

هغه دغه راز  په ډاګه کړه، چې افغان ملي امنیتي ځواکونه اوس هم د پوځ په ځینو مهمو صنفونو لکه د هوايي ځواک، د ځانګړیو عملیاتو او استخباراتو په برخو کې هغه وړتیا نه لري، چې باید درلودای یې؛ نو،ځکه د نوموړي په وینا دولتي سرتېرو ته له وسلوالو مخالفینو سره په جګړو کې زیات تلفات اوښتي، هومره، چې د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!