تازه خبرونه
افغان حکومت د افغانستان په اړه د ناټو پرېکړه وستایله
ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان په اړه د ناټو وروستۍ پریکړه ستایلې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند اجمل عبید عابدی وایی، ناټو په تازه ژمنه کې ټینګار کړی چې د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او مشوره به دوام وکړي.
ځینې کارپوهان هم د ناټو دا پریکړه چې په افغانستان کې یې د پریکنده ملاتړ له پای ته رسېدو وروسته د نوي ماموریت په چوکاټ هوکړه کړې ده، د هېواد لپاره یو ښه فرصت بولي، او ویلي یې دي چې افغانستان لا هم د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د ترکیې د انتالیا په ښار کې د چهارشنبې په ورځ د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته پرانیستل شوه. په دغې ناسته کې چې لومړۍ برخه یې افغانستان ته ځانګړې وه، په دغه هېواد کې د پریکنده ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د دغه تړون د نوي ماموریت په چوکاټ هوکړه وشوه.
افغان حکومت د دغې پریکړې هرکلی وکړ.
سیاسي کارپوهبشیربیژنهم د ناټو دا پریکړه ستایلې ده او وایي چې په افغانستان کې د ناټو حضور یوه جدي اړتیا ده او دغه حضور باید د ډیرو کلونو لپاره وي.
کارپوهان وایي دغه ژمنې کولای شي د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز سیستم راتلونکې تضمین کړي، او دا ښیی چې نړیړاله ټولنه څومره د ترهګرو خلاف مبارزې ته ژمنه ده؛ خو افغانستان له دغوفرصتونو څه ډول استفاده وکړي.
د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان تر څنګ د اوکراین پر کړکیچ هم خبرې وشوې.
تېر کال کابل له واشنګټن سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړی نه و، چې د ناټو په ناسته کې په دې اړه اندیښنې موجودې وې، خو اوس چې تړون لاسلیک شوی، د افغانستان په وړاندې ناټو کې لید لوري مثبت و کوم افغانستان چې اوس یې امنیتي ستونزې پراخې شوي او د هوا په ګرمېدو سره هره ورځ وسلوال بغاوت پراخیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ