تازه خبرونه
افغانستان له سیاسی نظره ۱۳۹۳ ل کال له ټولو ناکام تېر کړ
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو ټاکنې د ۱۳۹۳لکال د وري په ۱۶ تر سره شوې، که څه هم دغو ټاکنو ته اووه ویشت کسان ولاړ ول؛ خو په پای کې یوولس کسان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د کاندیدانو په توگه تائید شول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییس احمدیوسف نورستانی په وینا؛ د افغانستان خلک د دري نویم کال د وري په شپاړسمه د رایو صندوقونو ته ولاړل او د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته یې رایې ورکړې.
د ولسي جرگې د غړی شيرولي وردگپه اند،شاوخوا اووه میلیون تنو، چې ۳۶ سلنه یې ښځې وې، په ټاکنو کې گډون وکړ، د ټاکنو د پایلو له مخې، داکترعبدالله عبدالله د ټولو اچول شویو رایو ۴۵ سلنه او محمد اشرف غني ۳۲ سلنه وگټلې او په دې ترتیب ټاکنې په رسمي توگه دوه یم پړاو ته ولاړې.
د ولسمشرۍ دوه یم پړاو ټاکنې د ۱۳۹۳لکال د غبرگولي په ۲۴تر سره شوې؛ خو په دوه یم پړاو ټاکنو کې وضعیت بدل شو.
د دوه یم پړاو ټاکنو له تر سره کیدو څو ورځې وروسته په داسې حال کې، چې د رایو شمېرنه روانه وه؛ عبدالله عبدالله اعلام وکړ، چې په دوه یم پړاو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره یې اړیکې پرې کړې.
هغه له ملگرو ملتونو وغوښتل، چې په دې بهیر کې منځگړيتوب وکړي او ویي څاري.
حامد کرزي هم دغه غوښتنه ومنله.
د داکترعبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د خپلو ادعاوو د منلو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا د رییس غږیز پیغام خپور کړ، چې له نورو ټیټ پوړیو مامورینو سره خبرې کوي.
د عبدالله عبدالله پلویانو ادعا کوله، چې دا د درغلیو څرگندې بېلگې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا رییس ضیالحق امرخېل د همدې اعتراضونو په پایله کې د چنگاښ په دوه یمه نېټه له دندې ځان گوښه کړ.
د ښاغلي عبدالله عبدالله له اعتراضونو وروسته د هغه پلویانو د کابل په گډون په څو ولایتونو کې اعتراضونه وکړل.
که څه هم محمد اشرف غني ټینگار کاوه، چې د اعتراضونو وخت تير شوی؛ خو عبدالله عبدالله ادعا کوله، چې دوه نیم میلیون رایې سیستم ته په تقلبي توگه ننوتي دي.
د دغو اعتراضونو په شتون کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چنگاښ په شپاړسمه له پېنځه ورځو ځنډ وروسته د دوه یم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلام کړه.
د لومړنیو پایلو له مخې، له ټولو اچول شویو څه نا څه اته میلیون رایو څخه محمد اشرف غني ۵۶ سلنه او عبدالله عبدالله ۴۴ سلنه رایي تر لاسه کړې.
د ټاکنو له اعلام یوه ورځ وروسته عبدالله عبدالله د لویې جرگې په تالار کې خپلو پلویانو ته خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ټاکنو پایله نه مني؛ ځان یې گټونکی اعلام کړاو گواښ یې وکړ، چې پخپل واک و ځواک به حکومت به جوړ کړي.
وروسته له دې، چې کړکېچونه اوج ته ورسیدل؛ د همدې کال د چنگاښ په ۲۱ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته د منځگړیتوب له پاره راغی. له درې اړخیزو خبرو وروسته، چې شاوخوا ۲۴ ساعته د تړلو دروازو تر شا وشوې؛ هوکړه وشوه، چې د نړیوالې ټولنې، ملگرو ملتونو او ټاکنیزو کمپاینونونو تر څارنې لاندې او د ټاکنیزو ډلو په حضور کې ټولې رایې بیا وشمېرل شی او پایله يې، چې هر څه شوه، باید ومنل شي، وروسته به بیا د ملي وحدت حکومت جوړ شي او لومړی به د ولسمشر او دوه یم به د اجرائیه رییس په توگه وټاکل شي.
د دواړو نوماندانو د ټاکنیزو ډلو په حضور کې د ټولو رایو بیا شمېرنه پیل شوه؛ خو د دغه بهیر په اوږدو کې د عبدالله عبدالله ډله د هغه څه له کبله، چې ټاکنیز بهیر په معیارونو برابر نه دی؛ څو ځلې ووته او په همدې مهال د عبدالله عبدالله ډلې له دې بهیر سره هم پریکون وکړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غوښتنه د اشرف غني ډله هم له دغه بهیر ووته؛ خو بهیر د تاکنو د خپلواک کمیسیون او نړیوالو څارونکیو په حضور کې پر مخ لاړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د زمري په لسمه د دوه یم ځل لپاره کابل ته راغی او له دواړو نوماندانو او حامد کرزي سره یې خبرې وکړې او دواړه نوماندان یې قانع کړل، چې کړکیچ ته به پای ورکوي.
د ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشرانو په منځگړیتوب د ملي وحدت حکومت د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د همدې هوکړه لیک له مخې؛ دوه یم نوماند د اجرائیه رییس په توگه ټاکل کیږي.
د دغې سیاسي هوکړې له مخې؛ باید د حکومت له جوړېدو دوه کاله وروسته د اساسي قانون د تعدیل لپاره لویه جرگه را وبلل شي او د ټآکنیز نظام د اصلاح لپاره یو کمیسیون جوړ شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمدیوسف نورستانی له دي هوکړي وروسته اشرف غني د ولسمشر په توگه اعلام کړ.
د ولسمشر د لوړې مراسم د تلې په اوومه تر سره شول او وروسته ولسمشر په یوه فرمان کې اجرائیه رییس او د هغه د مرستیالانو ټاکنه لاسلیک کړه او هغوي هم لوړه وکړه، چې له څو ورځو وروسته یې په رسمي توگه کار پیل کړ.
د کابینې معرفي د دغه کال بله جنجالي ستونزه وه، چې له یوسلو پېنځه ورځو وروسته د ملي وحدت حکومت کابینه اعلام شوه.
د ولسي جرگې غړی شېر ولي وردگ وایي،له څلیریشتو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت او د افغانستان بانک ریاستونو ته له نوماندانو څخه یوازې اووه وزیران او د ملي امنیت نوماند تائید شول؛ خو پاتې نور کاندید وزیران د بېلابېلو عواملو له وجې رد شول.
بېلابېلو هېوادونو په ځانگړې توگه چین او پاکستان ته د ولسمشر او اجراةیه رییس سفرونه وشول، په دغه کال کې د پاکستان مهم پوځي چارواکي څو ځله کابل ته راغلل او د سولې د بهیر پر څرنگوالي یې له افغان لوري سره خبرې وکړې. که څه هم د سولې خبرې تر اوسه نه دي پیل شوي؛ خو چارواکي یې هیله من کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ۹۳ ل کال په وروستیو ورځو کې د دې بهیر په اړه هیله وښوده.
اوس ولسمشر او اجراییه ریس متحدو ایالتونو ته سفر کوي، څو په بېلابېلو مسایلو د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې.
د یادوني وړ ده، چې په دیارلس سوه دري نویم کال کې افغانستان په سیاسي ډگر کې له زیاتو ستونزو سره مخ شو. په دغه کال کې د ناکامو ټاکنو د تر سره کیدو له کبله اوس هم ناندرۍ روانې دي؛ خو ولسمشر اشرف غني د یولسي جرگې د یو شمېر استازیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی، چې راروانه یکشنبه( د ۱۳۹۴ل کال د وري ۲ ) به د کابینې پاتې وزیران ولسي جرگې ته د رایو له پاره وروپېژندل شي.
خبریال:حمید صدیقی .
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه15 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ13 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول