Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د نړيوالې ټولنې اوږدمهاله مرستو ته اړتيا لري، عبدالله عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان اجرایی رییس عبدالله عبدالله وایی، افغانستان د هغو ترهګرو شبکو قرباني دی چې پاکستان کې پناه ځایونه لري او له هغه هېواد څخه پر افغانستان بریدونه کوي. عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال وویل، حقاني شبکه خطرناکه ترهګره ډله ده چې باید له منځه لاړه شي. اجرایی رییس دغه راز وویل، افغانستان د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا اوږدمهاله همکاریو ته اړتیا لري.

د افغانستان اجرایی رییس وایي، هېواد یې د نړیوالې ترهګرۍ او افراطیت اصلي قرباني دی او باید په جدي توګه د دغې ستونزې مخنیوی وشي. عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په شپه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې خبرې کولې، وویل، په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو شته والی په افغانستان کې د جدي ستونزو د را منځته کېدو لامل شوی او حقاني شبکه تر ټولو خطرناکه ترهګره ډله ده. عبدالله عبدالله په پاکستان غږ وکړ چې خپله خاوره کې دې د ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړلو ژمنه عملي کړي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله وايي: «مونږ له پاکستان غواړو هغه ژمنې عملي کړي چې څو میاشتې مخکې يې مشرانو کړې وې. دوی چې ویلي وو ډار اچونې ته به د پای ټکی کېږدي. مونږ د دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو او همدا راز د سولې د خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې وه.»

عبدالله عبدالله د کندز وروستیو تحولاتو ته په اشاره کې وویل، په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې سلګونو وسله والو چې بهرنیان هم په کې شامل وو، په کندز برید وکړ او ټولې دا هڅې د ده په خبره د افغانستان د ناامنه کولو له پاره ترسره کېږي.

د افغانستان اجرایی رییس همدا راز زياته کړه، پکتیکا کې وروستۍ برید چې د ځینو ورزشکارانو د مرګ ژوبلې لامل شو، هم د ډیورند کرښې په هغې غاړه کې د ترهګرو ډلو له خوا چې خوندي مرکزونه لري، پلان شوی دی.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله وايي: «د بېلګې په توګه په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې بهرنیو ترهګرو په ډله ییز ډول په کندز بریدونه وکړل او اوس سخته جګړه روانه ده. یوه ورځ مخکې هم په پکتیکا کې په یوه ورزشي لوبغالي کې چاودنې له لسو زیات کسان وژلي او څو نور يې ټپیان کړي وو.»

د افغانستان اجرایی رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د اویایمې اسامبلې په کلنۍ ناسته کې وویل، چې د اسلامي دولت نومې داعش ډله هم په دې هڅه کې ده چې افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي.

هغه وایي، د ترهګرو شبکو غړي چې افغانستان کې له امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ټپیان کېږي، په یوه ګاونډي هېواد کې چې زدکړې او تجهیزات هم ورته برابرېږي، تداوي کېږي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله وايي: «زمونږ غوښتنې مشروع دي، د افغانستان خلک په پرلپسې توګه د ترهګرۍ قربانیان وو، ډار اچوونکي د افغانستان خاورې ته په را ننوتو سره په تبعیض کې ملکي خلک قرباني کوي. دا موضوع باید په څو اړخیز توګه او د نړیوالو شریکانو په باور سره حل شي.»

اجرایي رییس وایي، افغانستان کې له اداري فساد، نشه یی توکو سره د مبارزې، د اصلاحاتو، ښه حکومت او خدمتونو د وړاندې کولو له پاره جدي هڅې روانې دي.

ښاغلي عبدالله له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا او ناټو وغوښتل چې له افغانستان سره اوږدمهاله مرستو ته دوام ورکړي او افغان امنیتي ځواکونه چې په یوازې سر له ترهګرۍ او افراطیت سره جنګېږي، زیات تجهیز او پیاوړي کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!