Connect with us

تازه خبرونه

افغانانو د ګاوندیو د خونديتوب لپاره ځانونه ډال ګرځولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-28-18h00m52s61

د کورنیو چارو وزیر وايي چې نړیوال تروریزم منځنۍ اسیا او چین ته د رسیدو لپاره پر افغانستان فشار زیات کړی او افغانستان د خپلو ګاوندیو د خونديتوب لپاره تروریزم ته ځان ډال ګرځولي.

هغه د سیمې له هیوادنو غوښتنه وکړه چې باید د تجهیزاتو او تسهیلاتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونی د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وکړې.

vlcsnap-2015-06-28-18h00m36s137

مشرانو جرګه د کورنیو چارو په وزیر نور الحق علومی نیوکه کوي چې د نا امنیو په کابو کولو کې پاتې راغلی او په وزارت کې ګوندي مسایل پالي.

د مشرانو جرګې غړي وايي طالب او داعش خلک ګواښوي؛ خو حکومت کوم ځانګړي پر وګرام نلري.

لطف الله بابا د مشرانو جرګې غړی:

ننګرهار د امنیتی ستونزو سره مخامخ دی، داعش او طالب نا امنیو ته لمن وهی خو دولت چپ پاتې دی.”

ښاغلی علومي وايي؛ په شمال کې یو شمیر بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره میشت شوي او منځنی اسیا ته د تلو هڅې کوي.

ده وویل چې افغانانو د تروزیزم پر وړاندی ځان ډال ګرځولي:

هغه بهرنیان چې په شمال کې له خپلو کورنیو سره راغلي، موخه یې ګاوندیو هیوادونه ، چین او منځنۍ اسیاه دي؛ خو افغانانو ځانونه ډال ګرځولي؛ خو ګاوندیانو ته په کار ده چې موږ ته وسلې او نور تسهیلات برابر کړي.

هغه وویل چې اړتیا ده د سمون لپاره یو شمیر مسلکی او وړ کسان په دندو وګماري

بدلونونه د ظرفیت راوستلو لپاره دی چې دا بدلونونه پرحق دي. زه کار پوه او صادق کسان ګمارم، ځکه کله کله کار پوه کسان ستونزې جوړي. په وزارت کې دوه بدلونه راوستل چی هغه ته هم قومي او سیاسي رنګ ورکړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت ريیس خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به امنیتي ستونزې نورې هم زیاتې شي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!