تازه خبرونه
ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې پر( قومي چاڼ) تورن شو
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) ادریس زمان په وزارت کې د قومي چاڼ بهیر پیل کړی او د څو ریاستونو رییسان یې له دندو ګوښه کړي دي.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د بهرنیو چارو وزارت په بد وضعیت کې دی او د دې وزارت چارسمبالي پر قومې چاڼ لاس پوری کړی دی.
د ولسي جرګې ځینوغړيو ادعا کړې، چې د بهرنیو چارو د وزارت د مهمو څانګو رییسان له دندې ګوښه شوې؛ نو باید په دې وزارت کې د خپلسریو مخنیوی وشي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازي حبیب الرحمان پدرام ویلي؛ همدې ته عمري عدالت وایي، چې د لاس لاندې کسان مو تعصبي کړنې ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ادریس زمان د (قومي تعصب) له مخې د ستراتیژیکو څېړنو او بشري سرچینو رییسان او یو شمېر نور کسان له دندې لیرې کړي دي.
په دې اړه د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي؛ د بهرنیو چارو وزارت کارونو ته باید قومې بڼه ورنکړ شي.
دوی وايي، سرپرست وزیر د قانون له مخې عمل کوي او باید په وزارت کې قومي مسایلو ته لمن ونه وهل شي.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسیمه نیازۍ وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي کړنې قانوني بنسټ لري او قانو پلی کوي. هغه مهال، چې صلاح الدین رباني په کې خپله دنده څو کاله روانه وساتله او ولسي جرګې تر ې صلاحیت هم اخیستی و؛ په ناقانونه توګه یې کار روان کړی و.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ټینګار څرګند کړ، چې په دې تړاو د وضاحت لپاره باید بهرنیو چارو وزارت سرپرست غونډې ته راوغوښتل شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی صلاح الدین رباني له ګوښه کیدو وروسته، حکومت د دغه وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د دغه وزارت د چارسمبالي په توګه وګماره؛ خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي؛ په دې وزارت کې غیر قانونې پرېکړې کیږي، چې د حکومتداری او خلکو په زیان دي.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي