Connect with us

تازه خبرونه

اجرایه رییس د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

afghan-woman-nationalturk-11-526x360د ملي يووالي حکومت اجرايه ريیس عبدالله عبدالله د څارنوالانو د څلورم ملي کنفرانس په پای غونډه کې وویل، نجونې او ښځې په امنیتي او حتی تحصیلي بنسټونو کې له جنسي ځورونې سره مخامخ دي.

له بلې خوا لوی څارنوال له ښځو سره زور زیاتی د ناامنیو د زیاتوالي وسیله بولي او وایي چې دا چاره جرمونه ډېروي.

ښځې په افغان ټولنه کې له توپیري چلند څخه کړېږي. اجرایه رییس هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي او وایي، پر دې یې ټکان خوړلی چې ښځې حتی پوهنتونونو کې له جنسي ځورونو سره مخامخ دي.

اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي: “کورنۍ ته يې ويل کېږي چې دومره اندېښنه دې لله لور به دې پوهنتون ته نه را لېږله، دا کارونه له بده مرغه نن د پوهنتون د رييس له لوري کېږي، په افغانستان کې نن ورځ مېرمنې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.”

 کومې ښځې چې ټولنه کې له ځورونو سره مخامخ دي، عدلي او قضایي ادارو ته مراجعه کوي. خو لوی څارنوال د دغو ادارو له کړنو رضایت نه لري.

لوی څارنوال فرید حمیدي وايي: “د قانون د حاکميت بحران د ښځو پر وړاندې د خپلواکيو د خنډ اصلي لامل دی، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د جرم د زېږېدو لامل کېږي، که دا تاوتريخوالي له منځه يونه وړل شي په هېواد کې د امنيت تامين شونی نه دی.”

 د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبره کوي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وايي: “د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی يوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې دی، خو په نوره نړۍ کې يې په وړاندې مبارزه کېږي خو په افغانستان کې دا کار نه کېږي.”

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د روان لمریز کال په تېره میاشت کې ویلي و چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ښځو او ماشومانو سره د تاتریخوالي ۷۲۰مورده پیښې ثبت شوي دي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله زیاتوالی ښیي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!