تازه خبرونه
اتلس کاله مخکې د تلې په پېنځمه طالبانو کابل ونیو او بیا یې د هېواد نورې سیمې لاندې کړې
د ۱۳۷۵ل کال د تلې په پېنځمه طالبان کابل ته دننه شول، چې له سختې جگړې وروسته یې د سروبې له استقامته د کابل کمربند مات کړ او دغه ښار یې ونیوه.
د کابل نیول د دې سبب شو، چې دغه ډله له نړیوالو د رسمیت پېژندنو غوښتنه وکړي.
د طالبانو د جیش المسلمین غورځنگ پخوانی مشر سید محمد اکبرآغا وایي:
د جهادي تنظیمونو تر منځ خپلمنځيو جگړو طالبان را منځته او پر هېواد واکمن کړل.
نوموړيِ هغه مهال هم د طالبانو په رژیم کې غړیتوب درلود او په میدان وردگو ولایت کې یې د جگړې په لومړۍ کرښه کې د طالبانو قومنداني کوله.
ښاغلی سید اکبرآغا وایي:
په هغه مهال افغانان جگړو ستړي کړي ول او ټولو سوله غوښتله.
د نوموړي په وینا؛ طالبانو هم له شر او فساد سره د مبارزې شعار ورکاوه؛ نو له همدې کبله یې په چټکي سیمې لاندې کړې.
پلازمېنې کابل ته له رسیدو سره سم طالبانو د کمونستي دورې وروستی ولسمشر داکتر نجیب الله، چې د ملگرو ملتونو په دفتر کې یې پناه اخیستې وه، د آریانا په څلور لارِ کې د خلکو ّه مخکي اعدام کړ.
د پوځي چارو کارپوهجاوید کوهستانی وایي:
طالبانو په هېواد کې سخت قوانین وضع او اسلامي شریعت یې تطبیق کړ. نارینه و ته د دې اجازه نه وه، چې خپله ږیره وخریي او یا بیاتي په کې تېره کړي، له ښځو څخه په دفترونو کې د کارکولو فرصت هم واخیستل شو او نجونې ښوونځیو ته له تگ بې برخې شوې.
د ولسي جرګې غړی میرداد نجرابي وایي:
موسیقي هم حرامه وبلل شوه او افغان حکومت دې دوره کې له تصویر او موسیقي پرته مشهور شو.
په دې هېواد کې غږیز او انځوریز نوارونه ماتېدل او لیدونکي او اوريدونکي یې هم په سزا رسېدل، مخونه یې توریدل او په بازارونو کې گرځول کیدل او په ځینو مواردو کې وهل کیدل.
د موسیقي او ساز ځای ترانو ونیوه او په بازارونو کې ترې استفاده کیده.
افغانستان د طالبانو په واکمني کې په انزوا کې و او د پاکستان په گډون څو محدودو هېوادونو د دوی رژیم په رسمیت پيژانده؛ خو تر پنځه کلنې واکمني وروسته د طالبانو رژیم وپرځېد.
په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې بریدونو پر افغانستان د امریکا او متحدینو د یرغل زمینه برابره کړه.
د طالبانو رژیم له ماتي سره مخامخ شو او د حامد کرزي په مشري نوي نظام په کار پیل وکړ.
.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ