Connect with us

تازه خبرونه

ابراهیمي: ولسمشر ومنله چې د وسله والو مخالفینو په وړاندې پاته راغلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-07-04-17h44m52s208

د ولسي جرګې رییس وايي چې ولسمشر اعتراف کړی چې په جګړو کې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندي پاتې راغلی.

هغه په هیواد کې د ناامینو روان بهیر د اندیښنې وړ بولي او وایي، د ناامنیو پیښو ته په کتو داسې ښکاري چې ولسمشر د ناامنیو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایی، د کندز د ناامنیو په اړه یې له ولسمشر سره ناسته درلوده چې دې ناسته کې ولسمشر په زغرده د ناامنیو په مخنیوي کې په پاتې راتلو اعتراف وکړ:

د ولسمشر او امنیتي مسولینو سره په ناسته کې ولسمشر اعتراف وکړ چې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندي پاتی راغلی. هغه د کندز د جګړې په اړه له موږ څخه تر ۴۸ ساعتونو وخت وغوښت، خو زه هم تاییدوم چې ولسمشر پاتي راغی.

شکریه پیکان ولسي جرګه ـ کندوز:

په کندوز کې لوی ناورین دی، د مخالفینو د ګواښونو پر وړاندې مسولین بې تفاوته دي.”

بلخوا د وردګو استازي امنیتي مسولین د جلریز د جګړې په تړاو په بې غوري تورنوي.

vlcsnap-2015-07-04-17h45m15s174

صدیقه مبارز – ولسي جرګه ـ میدان وردګ:

په جلریز کې ۲۷ نفره ووژل شول، په جلریز کې ځواکونو له موږ سره په ورستیو شیبو کې وویل چې مرمۍ نه لرو او د هغه تماس هم پرې شو.”

حمیده اکبري – ولسي جرګه – میدان وردګ:

جګړه پلان شوې او سیاسي وه؛ پوستې یې له منځه یوړې، د اسیرانو سترګې یې ویستې، یوازی ۱۸ یي دفاع وزارت ته راوړل، له یودیرشو زیات کسان وو.

د ولسی جرګې رییس د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیون ته دنده وسپارله تر څو د میدان وردګ د جلریز پیښه له امنیتي مسولینو سره په ګډه وڅیړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!