یو کس په هرات کې خپله ښځه، خواښې او اوښی د چړې پر ګوزارونو وژلي

(Last Updated On: November 28, 2019)

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند آریانا نیوز ته ویلي، چې پېښه د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۷) د دې ولایت په اوومه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولی زاده زیاته کړې، چې په دې پېښه کې تورن کس له پېښې وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

نوموړي وایي د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ دغه غم لړلې پېښه د اقتصادي او کورنیو ستونزو له کبله رامنځته شوې ده.

هغه دا هم ویلي، چې له تورن څخه دوه چړې هم تر لاسه شوې دي.

د ویلو ده، چې په ټول هېواد کې د ورته تاوتریخوالی کچه ډېره شوې دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي کمښت باید د ملکي زیانونو کچه تر صفره راټیټه کړي- د بښنې نړیواله ټولنه

(Last Updated On: January 25, 2020)د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د طالبانو او …