عاجل خبرونه

یو شمېر سناتوران په ملی شورا کې د فساد پخلی کوی

(Last Updated On: مې 7, 2013)

د ماليې وزير د خپلو څرګندونو په باب د ځواب ويلو په موخه مشرانو جرګې ته غوښتل كېږي. د ماليې وزير يوه ورځ وړاندې د ملي شورا يو شمېر غړي په اداري فساد او د نشه يې توكو په قاچاق كې په ښكېلتیا تورن كړي وو.

په تېره يوه مياشت كې دا دوهم ځل دى، چې د كابينې غړي ملي شورا په فساد تورنوي، له هغې وروسته چې د كورنيو چارو وزير وويل، چې د ملي شورا يو شمېر غړي يې په كارونو كې مداخله كوي دا دې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د ملي شورا يو شمېر غړي د الكولي مشروباتو په  قاچاق تورنوي.

د ماليې وزير دغه څرګندونې د يو شمېر سناتورانو د غبرګون لامل شوې.

خو د مشرانو جرګې غړى ګل احمد اعظمي او بلقيس روشن بيا په ملي شورا كې د فساد پخلى كوي او غوښتنه كوي، چې د دغو كسانو نومونه دې افشا شي.

له همدې سره مشرانو جرګې پرېكړه وكړه، چې د ماليې وزير دې په دې باب د نورو جزياتو د وركولو په موخه د مشرانو جرګې غونډې ته وروغوښتل شي.

د مشرانو جرګې غړي غوښتنه كوي، چې د ماليې وزير دې په دې برخه كې خپل اسناد عدليې او قضايې بنسټونو ته وسپاري.

About Ariana News

Check Also

طالبانو په فراه کې ۹۰ سیمه ییز پولیس نیولي او ۴۰ سرتېري وژل شوي

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د فراه ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې د …