عاجل خبرونه

یو شمېر افغانان په ناسم تعبیر هېواد پریږدي- غني

(Last Updated On: March 31, 2016 3:50 pm)

vlcsnap-2016-03-31-14h12m19s168

له سوریې وروسته افغانستان دوه یم هېواد دی،چې امریکایياو اروپایی هېوادونو ته یې ډېر وګړي تللي دي او تېر کال یوازې آلمان ته له یوسلو پنځوس زره ډېرافغان پناه غوښتونکي رسیدلي دي.

ولسمشر غني بهر ته د افغانانو د تګ علتونه پرافغانستان تپل شوې جګړه، د نړیوالو ځواکونو وتل او د هغوی قراردادیان بولي.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلی غنی وایي، شاوخوا یو میلیون افغانانو اروپایی او امریکایی هېوادونو ته مهاجرت کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په ډاګه کړې، چې له پوځي اکادمي څخه پېنځه سوه نهه څلویښت نرینه او ښځینه محصلین فارغ شوي اوله هېواده یې د دفاع ژمنه کړې ده. پرنورو کسانو،چې مونږ سلګونه میلیون دالر لګولي؛غواړي د  لږ فشار له امله هېواد پردیږي. تاسو که غواړئ،چې یو هېواد ولرئ، باید اراده ولرئ. آیا بل ځای غوره دی.

ولسمشر غني اروپا ته د افغانانو سفر د ناسم تعبیر له مخې بولي او له افغانانو غواړي،چې د ګواښونو په وړاندې ودریږي او د ژوند لپاره مبارزه وکړي.

هغه په بشپړ ټینګار وویل، چې افغانان اروپایی هېوادونو ته سفر  په خپله خوښه او اراده کوي، هغویله لس تر دېرش زره دالر لګوي؛هغوي خپلې کورنۍ هلاکوي، چې دا سفر سرته ورسوي. دغه سفرونه د ناسمو تعبیرونو پر بنسټ کیږي. مونږ تر برید لاندې یو، آیا مونږ د خپل ژوند له پاره مبارزې ته دریږو یا،چې خپل بار تړو او ځو؟ هېوادونه نه شي کولی،چې د تېښتې پر هڅې ژوندي پاتې شي. زه له هغوی سره هیڅ خواخوږي نه لرم. زما موخه دا ده،چې زمونږ خلک باعزته او له هیلو ډک ژوند وکړي.

ولسمشر غني وایي، القاعده  شبکه اوس هم په بشپړ ډول ژوندۍ ده، داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده او په زیات شمېر پاکستاني طالبان هېواد ته راغلي دي.

هوکې! مونږ د جګړې په حال کې یو، خو په کورنۍ جګړه کې نه یو. له بده مرغه القاعده په ژوره تیاره کې ولاړه ده؛خو په بشپړ ډول ژوندۍ ده. داعش ډله دغلته فعاله ده.

دا په داسې حال کې ده،چې ولسمشر غني په تېرو پېنځلس کلونو کې د نړیوالو د میلیاردونو دالرو مرسته د مفسدو بنسټونو د جوړیدو عامل بولي او زیاتوي؛یوه ناوړه پایله یې دا ده،چې د څه باندې یو څلویښت سلنه کسانو ژوند د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دی.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …