عاجل خبرونه

یوولس زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې- یونسف

(Last Updated On: سپتمبر 18, 2017)

د روان میلادي کال په تېرو اووه میاشتو کې یوولس زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وايي، چې جګړې او بیکارۍ ګڼشمېر افغان ځوانان او ماشومان اړ کړي، چې اروپا ته د رسیدو ستونزمنې او مرګونې لارې ته مخه کړي. که څه هم په اروپايي هېوادونو کې د پنا اخیستو شرایط سخت شوي؛ خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له کوربه هېوادونو غواړي، چې له کډوالو سره د بشري حقونو د کنوانسیون په رڼا کې چلند وکړي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په دې اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له کوربه هېوادونو غوښتي، چې له کډوالو سره د بشري حقونو د کنوانسیون له مخې چلند وکړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د انسان د قاچاق د مخینوي لپاره منظم قانون نشته؛ نو، ځکه قاچاق وړونکيو په خلاص لاس د انسان قاچاق روان ساتلی دی.

د نوموړي د څرګندونو لهخ مخې؛ هغه ځوانان، چې په اروپایي هېوادونو کې د اوسیدو لپاره غوښتنلیکونه ورکوي، نه یوازې ځورول کیږي، ډوبیږي، بلکې د بشري حقونو له مخې ورسره ښه چلند هم نه کیږي.

د مشرانو جرګې منشي سید طیب عطا وايي؛ اروپا ته د تلو لارې ډېرې حطرناکې دي؛ افغان ځوانان دې په خپل هېواد کې پاتې شي، چې د ګډ کار زمینه ورته برابره شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه کلونو کې دوه سوه پنځوس زره افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنې کړي دي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …