عاجل خبرونه

یوناما پر حکمتیار د لګیدلیو تورونو د څېړلو غوښتنلیک ترلاسه کړی

(Last Updated On: May 26, 2017 3:36 pm)
ښاغلی جکمتیار په کابل کې د ۱۳۹۶ ل کال د غویی پر ۱۴ په غازي لوبغالي کې د خبرو په حال کې.

یوناما په يوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې پرون یې د حزب اسلامي پر مشر گلبدین حکمتیار د لګیدلیو تورونو د څېړلو غوښتنلیک ترلاسه کړی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، چې «ملگري ملتونه انتقالي عدالت او روغې جوړې ته د اساسي ټکو په توگه گوري».

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانگړي استازي، تدامیچي یاماموټو له خولې ویل شوي، چې زیانمن افغانان باید له خپلو حقه قضايي حقونو بې ‌برخې نه شي.

د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار، چې تېر په سپتمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړی، روانه میاشت په لغمان کې څرګند او له جلال آباد وروسته کابل ته راغی.

حکمتیار ویلي، چې د خپلو کړنو په اړه محکمې ته ځواب ویونکی دی؛ خو په دې شرط، چې «عادلانه محکمه» جوړه شي.

پر گلبدین حکمتیار دا تور لګیدلی، چې د نوییمو کلونو پرمهال یې په کورنیو جگړو کې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده. 

په دغه غوښتنلیک کې له یوناما غوښتل شوي، چې د حزب مشر دې محاکمه او عدالت ته راکښل شي؛ خو یوناما دا نه دي په ډاګه کړي، چې دا غوښتنلیک چا ورسپارلی او څومره کسانو پرې لاسلیک کړی دی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …