عاجل خبرونه

یوناما د افغانستان پر ضد په پاکستان کې د برید پلانول ردکړل

(Last Updated On: فبروري 15, 2018)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، تر اوسه په دې اړه د قناعت وړ او  څرګند اسناد نشته، چې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په تړاو د ملامتیا ګوته یوه هېواد او یا یوې بلې مرجع ته ونیول شي.

افغان حکومت له وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هغه اسناد سپارلي، چې ښیي په افغانستان کې تر سره شوي بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان شوي دي؛ خو اوس د ملکرو ملتونو ځانګړی استازی وایي؛ داسې اسناد نشته، چې په څرګنده په پاکستان کې د بریدونو پلانول وښيي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تاداماچي یاماماتو وایي، ځانمرګي بریدونه او چاودنې د وسلوالو مخالفینو کار دی او په دې اړه څېړنې روانې دي؛ څرګند او قناعت بښونکي شواهد نشته، چې د تور ګوته بل هېواد او یا مرجع ته ونیول شي؛ خو که تور لګول کیږي، نو باید د اسنادو له مخې وي.

ملي وحدت حکومت په دې اړه توند غبرګون ښیي او وایي؛ ملګرو ملتونو ته یې کافي اسناد سپارلي، چې ښیي ځانمرګي بریدونه په پاکستان کې او د آی اس آی په ملاتړ تر سره کیږي.

ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ حکومت په دې تړاو اسناد امریکا، ملګرو ملتونو، ناتو او اروپایي ټولنې ته وړاندې شوي، چې ښیي؛ ترهګریز بریدونه په پاکستان کې د افغانستان پر ضد پلان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وایي، په کابل کې درې وروستي تر سره شوي بریدونه ښيي، چې د پاکستان له خاورې د آی اس آی په ملاتړ پلان شوي دي.

دا، چې ولې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د افغانستان سندونه د قناعت وړ نه بولي؟

په دې اړه پوځي شنونکی محمداګل مجاهد وایي، لمر په دوه ګوتو نه پټیږي؛ دا خبرې ښيي، چې پاکستانیانو په ملګرو ملتو کې لابي کړې او د افغان حکومت له اسنادو یې ذهنونه اړولي دي.             

مخکې له دې د امریکا ولسمشر پاکستان تورن کړی و، چې توند لارو ډلو په ځانګړي توګه طالبانو او حقاني شبکې ته یې  پناه ورکړې او له همدې کبله امریکا له اسلام آباد سره کیدونکې شاوخوا دوه میلیارد دالر مرسته وځنډوله.

خبریال : باعث حیات

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …